د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

"په امنیتي ارګانونو کې دې د ښځو خوندیتوب ته جدي تدابیر ونیول شي"


"د افغان میرمنو ایتلاف" په نوم یوې غیردولتي ټولنې له امنتیي ارګانونو وغوښتل؛ چې په ارګانونو کې دننه او بهر دې د ښځو وضیعیت ته پاملرنه وکړي.

د افغان میرمنو ایتلاف تاکيد کوي، چې په امنیتي ارګانونو کې دې د ښځو خوندی توب ته جدي تدابیر ونیول شي؛ څو افغان میرمني د وخت د ضرورت سره سم په یادو ارګانونو کې دندې ترسره کړي.

دغه ایتلاف د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوه ناسته ترتیب کړې وه؛ چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ځینو چارواکو په کې ګډون کړی و.

د دې ایتلاف مشرې امنه مستقیم وویل، که په امنیتي ارګانونو کې د ښځو وضیعیت باوري شي؛ ډیرې به وغواړي د دې ارګانونو لیکو ته مخه کړي:

"د هیواد په امنیتي سکتور کې د ښځو ونډه لږه ده او بله دا چې ښځې نن سبا له ډیرو ستونزو مخ دي، امینتي ارګانونه څنګه کولی شي، په ادارو کې دننه بهر د دوی ژوند او حقوق خوندي کړي؟"

د کورنیو چارو وزارت استازي وویل په دې وزارت کې له ساتنمن څخه تر جنراله پورې ښځې په دندو بوختې دي.

د دې وزارت د پلټنې عمومي رییس جنرال مسعود راغب وویل؛ هڅې تیزې کړي، چې په لږه موده کې پنځه زره ښځې د هغوی د مصوونیت په پام کې نیول سره په مختلفو ادارو کې په کار وګماري.

د دفاع وزارت چارواکو هم ورته ډاډ څرګند کړی او زیاته یې کړه، چې پلان لري، چې د وزارت د پروګرام په لومړي پړاو کې لس فیصده نورې ښځې هم جذب کړي.

د دې وزارت د بشر د حقونو ريیس جنرال محمد جمعه ناصر ازادي راډیو ته وویل:

"د ملی اردو د ریفورم شویو ښځینه افسرانو، برید ملانو او عسکرو شمیر اوسمهال په دفاع وزارت درې سوه درې شپیته تنه دی.

څلورسوه نورې په نورو خدماتي برخو او اوه تنه په اداري څانګو کې کار کوي. د ملي اردو د پرسونل لس فیصده باید له ښځو بشپړه شي.

د دوی مصوونیت ډاډمن دی او د وزارت دروازې ورته خلاصې دي."


له دې ډاډګیرنو سره سره ځیني ښځینه افسرانې وايي؛ اوس هم په ادارو کې د نارینه له چلند څخه په بشپړه توګه راضي نه دي:

دوهم څارن جمیله وایي:

"کومه علاقه چې مې د پولیس له مسلک سره لرله، په ډیرې خوارۍ په کې شامله شوم. هیواد اوسمهال ښځینه پولیسو ته ډیر ضرورت لري، خو تراوسه هم په ادارو کې له ښځو سره هغه مناسب چلند چې لازم دی؛ نه کيږي."

خلک وایي د افغانستان ښځی له تعلیم او په حکومتي ارګانونو کې له کارسره مینه لري، خو په ټولنه کې حاکمو دودونه، تعصبونه او ناامني د دوی د لارې خنډ کيږي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG