وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان او امریکايي عسکرو د ګډو فعالیتونو په اړه مقاله خپره کړې ده.
وال سټریټ ژورنال لیکي، د ارغنداب د پولیسو مشر نیازمحمد خپلو امریکايي همکارانو ته دا زیری درلود، چې په سیمه کې امنیت ښه شوی او وسله وال طالبان تر دې وروسته د پراخو حملو توان نه لري.
خو د ورځپاڼې په لیکنه، له نیاز محمد سره دا سوال هم و، چې له سیمې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به څوک او کوم پرمختللي څارونکي وسایل د وسله والو طالبانو د ستنېدو مخنیوی وکړي؟
نیازمحمد ویلي، وسله وال په سیمه کې د ماینونو د ایښودلو لپاره د شپې دلته راځي. موږ هغوی نه شو لیدلای. موږ د هغوی د لیدلو لپاره بالونونه او نور پرمختللي کشفي وسایل نه لرو."
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، چې نړیوال ځواکونه د وتلو لپاره تیاري نیسي او افغان ځواکونه د پرمختللې تکنالوژۍ د کارولو په اړه زده کړې کوي.
د ورځپاڼې په وینا، متحدو ایالاتو دوه کاله مخکې په افغانستان کې د عسکرو د شمیر د زیاتولو د پریکړې پر اساس، ارغنداب ته اضافي ځواکونه، پرمختللي کشفي وسایل و او څارونکي بالونونه واستول.
د څارنې دا پرمختللې دستګاوې ایروسټسټ نومیږي، چې کوچنیو بې پيلوټه الوتکو ته ورته دي.
پوځي کارپوهان وايي، چې دا دستګاوې د کشف او څارنې لپاره ځانګړی اهمیت لري او افغان لوری اندیښنه لري، چې د دې دستګاوو له مرستې پرته څرنګه د مخالفینو فعالیتونه کشفولای شي.
وال سټریټ ژورنال وايي، چې جمهور ریس حامد کرزی به روانه اونۍ واشنګټن ته د سفر په ترځ کې د افغان ځواکونو پر ښه تجهیز خبرې وکړي.
بې پيلوټه الوتکې او کشفي بالونونه په هغه لست کې شامل دي، چې ولسمشر کرزی به یې له امریکايي چارواکو سره په خبرو کې مطرح کړي.
ډیلې نیوز ورځپاڼې هم د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.
ورځپاڼه لیکي، وسله والو طالبانو د شنبې په ورځ خبر داری ورکړ، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په دې هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کیدو په صورت کې به جګړه دوام پیدا کړي.
د ورځپاڼې په وینا، د امریکا او افغانستان ولسمشران به راتلونکې اونۍ د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو په اړه خبرې وکړي.
ډیلي نیوز زیاتوي، طالبانو خبرداری ورکړی، چې که چیرې ولسمشر کرزی او د کابل حکومت تر ۲۰۱۴ کال وروسته یوه بله ورځ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کیدو سره موافقه وکړي؛ نو د ټولو راتلونکو دښمنیو، بدبختیو اوجګړو مسوولیت به یې پر غاړه وي.