د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۴

"تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هیواد په کورنیو جګړو کې را ګیر نه شي"


افغان امنیتي مسوولینو، هغه ادعاوې چې ګواکې له دوه زره څوارلسم کال وروسته به امنیتي وضیعیت ګډوډ شي، د مخالفینو دسیسه وګڼله اوپه کلکه یې رد کړه.

د دفاع او کورنیو چارو وزیران چې د شنبې په ورځ د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته غوښتل شوي وو؛ ډاډ څرګند کړ، چې له دوه زره څوارلسم کال وروسته به افغان ځواکونه د هیواد امنیتي وضیعیت په ښه توګه کنټرول کړي.

د دفاع وزیر جنرال بسم اله محمدي له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د انتقال لړۍ بریالۍ وګڼله او ویې ویل، چې د افغان ځواکونو د ظرفیتونو لوړولو پروګرامونه پیل شوی او په ښه توګه پرمخ ځي.

جنرال محمدي وویل، له دوه زره څوارلسم کال وروسته به کورنې جنګونه رامینځته نه شي:

"دا د افغانستان د خلکو دښمنان دي، چې تبلیغ کوي، چې ګویا په دوه زره څوارلسم کال کې به کورني جنګونه پیل او حکومت به ګډوډ شی.

زه ډاډ ورکوم، چې له تیرو یوولسو کالو راهیسې ملي ځواکونه مخ په قوي کېدو دي، له خاورې او د خلکو له امنیت څخه به دفاع وکړي او هیڅ ډول بې نظمي به رامینځته نه شي، که کوم ګواښ هم وي، نو به کورني نه بلکې د مخالفینو له خوا."


که څه هم د دفاع وزیر په د افغان هوايي ځواک د تجهیزاتو او طیارو کموالی یوه ستونزه وګڼله؛ خو زیاته یې کړه، چې ځمکني ځواکونه یې په پرمختللو وسایلو تجهیز شوی دی.

ده داهم وویل، کومې طیارې چې له یوه ایټالوي شرکت سره د امریکا د قراداد له مخې افغانستان ته ورکړل شوی وي، بیرته به اړوند شرکت ته ورکړل شي.

د امریکا اردو هم ویلي، چې د الینیا په نوم له دغه شرکت سره افغانستان ته د طیارو د بیاجوړونې قرارداد نه غځوي.

افغان چارواکي وايي، افغانستان ته د دې شرکت له خوا شپاړس ورکړل شوي طیارې د ځینو ستونزو له امله د استفادې وړ نه دي.

ولسي جرګې ته د کورنیو چارو وزیرجنرال مجتبې پتنګ وویل؛ له دفاع وزارت سره یې په ګډه داسې امنتي پروګرامونه پیل کړي؛ چې افغان ځواکونه له دوه زره څوارلسم کال وروسته وتوانیږي، د خلکو امنیت وساتي:

"د دې لپاره چې په لارو او ولسوالیو کې امنیتي ګواښونه رفع شوي وي؛ پریکړه شوې، چې په هرولایت کې د عامه نظم یو یو کنډک ځای پرځای کړو.

سربیره پردې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي، چې افغان پولیسو ته طیارې او نور تجهیزات هم ورکړي، دا هڅې به نورې هم تیزې کړو."


د کورنیو چارو وزیر وویل، د امنیتي مسوولینو د لیږد له پیل څخه تراوسه د پنځه ویشتو ولایتونو امنیتي چارې د افغان ځواکونو له خوا کنټرولیږي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې تراوسه شاوخوا پنځوس زره بهرني ځواکونه له افغانستا ن څخه وتلي دي.

خو د چارواکو له ډاډ سره سره ځینې کتوونکي په دې نظر دي؛ که افغان ځواکونه سم تجهیز نه شي نو د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به له وسله والو مخالفینو سره په مبارزې کې له جدي ستونزو سره مخ شي.

راپور:خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG