د ولسي جرګې یو شمېر غړي ادعا کوي، چې د افغانستان د ارګ ماڼۍ د یو شمیر هغو کسانو ملاتړ کوي؛ چې دوی یې زورواکان او په جرمونو کې په لاس لرلو تورن بولي.
د وکیلانو په خبره سره له دې، چې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قومندان او ولسوال محمد کمین او امیرګل او همدارنګه په روزګان کې د سیمه ییزو غیرمسوولو وسله والو د یوه قومندان حکیم شجاعي د نیولو حکم ورکړل شوی؛ خو دغه کسان نه دي نیول شوي.
د ولسي جرګې غړی انجنیر صاحب خان وايي، چې شجاعي، قدیر، کمین، امیر ګل او داسې نور د ارګ له خوا حمایه کیږي. دی وايي، په هېواد کې د دومره کورني او بهرني ځواکونو سره سره ولي دوی د قانون منګولو ته نه سپارل کیږي؟
خو د جرګې بل غړی اکبر ستانکزي، دغو تورنو کسانو ته د پهلوانانو خطاب وکړ او ویې ویل:
"زه پوییږم، چې دغه کسان د ریاست جمهوري لوړو غرونو ته ختلي دي؛ د هغوی راښکته کول ښايي ستاسو له زوره وتلې خبره وي؛ خو بیا هم تاسو موږ ته دا اطمینان راکولای شئ، چې دغه کستان د ریاست جمهوري له غرونونو نه راښکته کړئ؟"
د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قومندان کمین او ولسوال یې امیرګل شا او خوا یوه نیمه میاشت مخکې له خپلو دغو چوکیو لیرې شول.
خو د افغانستان لوی څارنوالۍ وروسته تر هغه د دوی د نیولو امر ورکړ؛ چې دوی د دې ولسوالۍ لپاره د نوي قومندان او ولسوال د پیژندني پر مراسمو حمله وکړه او د دولت له پرېکړي سره یې مخالفت وکړ.
په دغه حمله کې د دوی دوه کسان ووژل شول، راپورنه وايي، چې دغه دواړه کسان اوس په کابل کې اوسیږي او کوښښ کوي، چې ځانونه په محکمه کې بې ګناه ثابت کړي.
همدارنګه دوې میاشتي مخکې، د کورنیو چارو وزارت په روزګان ولایت کې د هغه سیمه ییز وسله وال قومندان حکیم شجاعي د نیولو حکم ورکړ؛ چې د روزګان ولایت لسګونو خلکو د ولسي جرګې د شکایتونو اورېدلو په کمیسیون کې له هغه شکایت وکړ.
د روزګان ولایت خلکو ویلي، چې حکیم شجاعي د یوې ۷۰ کسیزي وسله والې ډلې قومندان دی او په غزني، زابل او روزګان ولایتونو کې د لسګونو ملکي کسانو په وژنه کې لاس لري.
خو د کورنیو چارو وزارت تر اوسه نه دی توانېدلی؛ چې دغه کسان ونیسي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر جنرال مجتبی پتنګ چې د ولسي جرګې عمومي غونډې ته یې خبرې کولې؛ د بغلان د مرکزي بغلان ولسوالۍ د پخوانیو مسوولینو په اړه څه ونه ویل؛ خو ویې ویل، چې شجاعي به په یوه اونۍ کې ونیول شي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسي جرګې د غړو د تورونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
د ولسي جرګې د شکایتونو اورېدلو کمېسیون مشر ازادۍ راډیو ته په یوه مرکه کې ویلي وو؛ چې د افغان ولسمشر دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي د قومندان شجاعي ملاتړ کوي.
خو د ښاغلي خلیلي دفتر دغه تور رد کړی و.
راپور: معصوم میوند