په موباییل تلفونونو کې د کریډټ د زیاتوالی نوی سیسټم، د لومړي ځل لپاره په کابل ښار کې فعال شو.
د کابل ښار اوسیدونکی وایي، "اکسپرس پي" یا په اټوماټیک ډول په موباییل تلفونونو کې د کریډټ زیاتوونکي ماشینونو، دوی اسانیتاوی رامینځته کړي دي.
دوی وایي، د ضرورت په وخت کې کولی شي، یوه اندازه پیسې ماشین کې داخلې او کریډټ زیات کړي:
"موږخوشحاله یو، دا ډیر ښه سیسټم دی، شپه او ورځ او په هرځای کې چې کریډټ ته ضرورت پېښ شي، په اساني سره کېدای شي، د دې ماشینونو له لارې ترلاسه شي، زه له همدې سیسټم څخه کار اخلم."
د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې دا ماشینو د ښار په یوشمېر سیمو کې نصب شوي دي.
له دې ماشینونو نه ګټه اخیستل په اساني سره اخیستل کيږي. پرماشین د ټولو مخابراتي شبکو نومونه لیکل شوي او فرد کولی شي، شبکه انتخابات او پیسې په کې داخلې کړي.
د دې عمل له پای ته رسیدو وروسته، ماشین د پیسو د رسید سند هم ورکوي
بل خوا د ښار په ګوټ ګوټ کې د کاغذي سیم کارټونو کمیشنکار او خرڅونکي اندیښنه ښيي، چې د دې ماشنیونو پراختیا به د دې پر مزدورۍ ناوړه اثر وغورځوي.
د خلیل په نامه یوتن ازادي راډیوته وویل:
"دې ماشينونو زموږ پر کاروبار اغیز کړی دی، مخکې به مو د ورځې د اتو زرو یا لس زرو افغانیو کارټونه خرڅول، خو اوس زموږ د خرڅلاو اندازه درې زرو ته راټیته شوې ده."
د مخابراتو وزارت وایي، د کاغذي کریډټ کارتونو په خرڅوونکي هیڅ ډول بندیز نه دی لګول شوی او د ښار په کومو سیمو کې چې دا ماشینونه په کې نه دي نصب شوي، کولی شي فعالیت په کې وکړي.
د مخابراتو وزارت د اترا یا د مخابراتي خدماتو د تنظیم د ادارې مرستیال انجینیر خیر محمد فیضي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ دا سیسټم د چاپیریال او روغتیا په ساتنه کې مهم رول اداء کولی شي:
"دا سیسټم، یو دا چې اسانیتاوي یې رامینځته کړي بلکې؛ د چاپیریال په ساتنه کې هم رول لري، بله دا چې د کاغذي کارټ له توګلو سره یوډول زهري مواد لاس پورې نښلي، چې هغه روغتیا ته ضرر رسوي، نوی سیسټم کولی شي دا ضرر له مینځه یوسي."
انجینر فیضي وویل، دا ماشینونه اوسمهال په کابل، جلال اباد او مزارشریف په ښارونو کې فعال شوي او هڅې روانې دي، چې په نورو ولایتونو کې هم نصب شي.
اوسمهال په افغانستان کې پنځه مخابراتي شبکې چې یوه یې دولتي ده، فعالې دي.
دا شبکې پر تلفوني اړیکو سربیره، انټرنټي خدمات هم وړاندې کوي.
د مخابراتو وزارت وایي، له تیرو لسو کلونو راهیسې د مخابراتو په برخه کې څه باندې دوه میلیارده ډالره پانګه اچونه شوې ده.
خو ویل کيږي، چې د دې شبکو له خدماتو له لوړ بیو څخه خلک په بشپړه توګه راضي نه دي.
راپور: خان محمد سیند