وايي، هر چا ته خپل وطن کشمير دی، خو ۲۰۱۴ کال د ځینو ځوانانو په زړه کې داسې ویره پېدا کړې، چې غواړي خپل وطن پریدي. ځینې بیا دا ویره بې ځایه بولي او وايي، چې خپل وطن باید پخپله جوړ کړو.
د دې موضوع تر څنګ مو له یوه معلول لوبغاړي سره مرکه درته کړې، چې دواړه پښې یې نشته، خو لامبو، باسکټ بال او په ځینو نورو لوبو کې تر ډیرو روغو کسانو پیاوړی دی.
شل کلن ملک محمد صابر د افغانستان د پاراالمپيک د لامبو لوبې لوبغاړی دی، په پنځلس کلنۍ کې یې له ځنګنو پورته دواړه پښې د یوه مايئن په چاودنه کې غوڅې شوي دي، په ۲۰۰۷ کال د یوه روغتون لخوا امریکا ته د درملنې لپاره ولېږل شو، دی وايي، هغه وخت مې له ژونده بيخي تمه لنډه وه.خو اوس پخپل فزیکي ځواک ډیر باور لرم، اصلي رشته مې لامبو وهل دي، خو ځغاسته، باسکټ بال او د معلولینو ځانګړي بای سيکل ځغلولو کې هم ډير ښه یم، زیاتوي چې د درملنې په لومړي کال لوبو کې ګډون ته جوړ شوم، او څو مډالونه مې وګټل.
صابر وايي، معلوله کسان باید په نورو ځان بار نه کړي، بلکې خپله دې همت وکړي، ځان دې یو ځای ته ورسوي.
زموږ ټولنه همداسې ده، پخوا به چا ګوډ بللم، تحقیرولم به یې، ځورولم به یې، خو اوس عکسونه راسره اخلي، لاسلیک مې اخلي او راباندې ویاړي، دا خبرې هم ملک محمد صابر کوي.
که ملک محمد صابر هم د ځینو نورو معلولو په څېر د بل لاس او مرستې ته په تمه پاتې شوی وای، ښايي اوس به یې په ځان دومره فخر نه کاوه، هغه ټینګ عزم کړی و، چې خپل حالت به بدلوي، خدای هم وايي، چې خپل حالت که پخپله بدل نه کړئ، زه یې نه بدلوم، یو شاعر مولانا محمداکبرخادم همداسې څه وايي:
چا چې خپل قدر پخپله وکړ ګله!
ستاره د هغه قوم په عروج شوله
خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم
څوک چې نه بدلوي خپل حالت پخپله
ځینې افغان ځوانان خپل حالت پخپله بدلول غواړي او پخپلو پښو دریدل غواړي، خو ځينې بیا ۲۰۱۴ کال ته انديښنه کوي، ویل کیږي، چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به بهرني ځواکونه افغانستان پریدي، ځکه ځینې افغانان فکر کوي، چې بیا به د پخوا په څېر کورنۍ جګړې رامنځ ته شي، ځینې یې غواړي له ۲۰۱۴ وړاندې له افغانستانه ووځي.
خو دوه ځوانان محمد رفیق احمدزی او شریف الله توتاخیل بیا وايي، چې د ۲۰۱۴ موضوع یوازې رسنیو لویه کړې او خلکو سره یې تشویش پېدا کړی، دوی وايي، چې کوم خاص اغیز به ونه لري.
ځینې نور ځوانان هم وايي، د دې پر ځای چې له نورو هېوادونو مرسته وغواړو او ناهیلي شو، باید خپله مټې راونغاړو، لاسونه سره ورکړو او کار وکړو، دوی هم د ۲۰۱۴ کال په اړه تشويشونه او اندېښنې یوازې اوازې بولي او راتلوونکي ته ډیر خوشبینه دي.
د بلال احمد بابکرخیل د تره زوی په قاچاقي لاره بهر تللی، دی وايي، هغه پیسې چې یو ځوان یې بهر ته د تګ په موخه مصرفوي، ځان ته پخپل هېواد کې یو ښه کار پرې جوړولی شي.
د ولسي جرګې غړی ډاکټر رمضان بشردوست هم د ۲۰۱۴ کال په اړه ویره یو بې ځایه اندېښنه بولي، دی وايي، چې ځینې سیاسي کړۍ غواړي، قصداً د خلکو په زړه کې ویره پېدا کړي او تر یو بریده دغو بې ځایه اوازو تاثیر هم کړی.
پخوا به په بهرنیو هېوادونو کې د افغانانو هرکلی کیده، خو اوس یې پر مخ دروازې بندې دي، بشردوست دا خبره غځوي او وايي، چې افغان ځوانان د دې پر ځای چې له هېواده پښې سپکې کړي، د نورې نړۍ له ځوانانو دې پند واخلي او د ناوړه کړنو پر وړاندې دې ښه په نره مبارزه وکړي.
تاندې څانګې نورګل شفق جوړوي، چې له آزدۍ راډيو څخه هره شنبې نږدې مازدیګر ۰۲:۴۵ او دوشنبې تنکۍ غرمه ۱۰:۴۵ خپريږي.