د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

د امنیتي مسوولیتونو د لېږد څلورم پړاو ژر پیلیږي


د امنیتي مسوولیتونو د لېږد څلورم پړاو ژر پیلیږي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:59 0:00
مستقیم لېنک

د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو په څلورم پړاو کې چې په نږدې راتلونکې کې به پیل شي؛ د لسګونو نورو ولسوالیو امنیتي چارې هم افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي. د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال د کمیسیون رییس ډاکټراشرف غني احمدزي د دوشنبې په ورځ د دې پړاو د اعلانولو پرمهال خبریالانوته وویل؛ چې د څلورم پړاو له بشپړیدو سره به د افغانستان د نږدې نوي فیصده وګړو امنیتي چارې افغان ځواکونه پرغاړه واخلي. ډاکټر احمدزي څرګنده کړه، چې د دې پړاو د عملي کېدو په ترڅ کې به د افغان امنیتي ځواکونو ستونزې او وړتیاوې هم ارزیابي او د پولیسو او ملي اردو دندې به هم تفکیک شي.

XS
SM
MD
LG