د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

طالبانو ویاړ خان د ځان وژونکي بريد لپاره انتخاب کړى و


وياړ خان د پکتیکا د پولیسو په لیکو کې یو ټیټ رتبه افسر دی. طالبانو داسې فکر کړی وو چې نوموړی په افغان امنیتي ځواکونو کې د ځان وژونکې حملې لپاره یو مناسب شخص دی.

خو ویاړ خان په زړورتیا سره وتوانېد چې د ځان وژونکو حملو لپاره د طالبانو پلان کشف او په ډاګه کړي.

په تیره نومبر میاشت کې یو کس له ویاړ خان سره چې په پکتیکا ولایت کې د پولیسو یو ټیټ رتبه افسر دی تماس ونیو.

تیلفون کوونکي شخص ویاړ خان ته پیشنهاد وکړ چې که دی د طالبانو له یوه سیمه يیز قومندان سره وویني نو د پیسو خاوند به شي.

ویاړ خان چې د کورنیو چارو له وزیر جنرال مجتبى پتنګ څخه يې د اتلولۍ مډال ترلاسه کړی دی، فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي :

“ما فکر کوه چې دا کس ټوکې کوي خو وروسته بیا د طالبانو یو قومندان د سرروضې ولسوالۍ د پولیسو حوزې ته راغى.هغه پوهیده چې زه هم دغلته وظیفه لرم”

د طالبانو دغه قومندان چې محمد نومیږي له ویاړ خان څخه غوښتل چې له طالبانو سره لاس یو کړي او د پولیسو په لیکو کې ځان وژونکې حمله وکړي، ویاړ خان له هغه څخه یو څه وخت وغوښت څو پر دې فکروکړي.

څلویښت کلن ویاړ له خپلو لوړ رتبه افسرانو سره تماس ونیو او هغوى ورته اجازه ورکړه چې له طالبانو سره خپلو تماسونو ته دوام ورکړي .

د پولیسو افسرانو او په خپله ویاړ خان ته دا له تصور لرې معلومیده چې د پولیسو په لیکو کې د ځان وژونکې حملې غوښتنه ترې د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني له خوا شوې ده.

طالبانو ویاړ خان ته د دوه نیم ملیونه افغانیو، دوه نویو موټرانو او په پاکستان کې د یوه کور پیشنهاد وکړ.

د پکتیکا پولیسو پریکړه وکړه چې دغو پټو عملیاتو ته دوام ورکړي او په دې لړ کې يې دریو ځوانانو ته چې د طالبانو قومندان محمد معرفي کړي وو د پولیسو په لیکو کې د نویو استخدام شوو سرتیرو په توګه دنده وسپارله.

د پکتیکا والي محب الله صمیم چې ویاړ خان ته يې ویلي ووچې له احتیاط کار واخلي وايي:

“هغه یو ریښتینۍ جنګیالۍ دی او ثابته يې کړه چې هغه یو زړور او وطن پرست دی هغه د خپل ځان د امنیت په اړه هیڅ اندیښنه او ویره نه درلوده”

یوه میاشت وروسته د طالبانو قومندان محمد له دوو نورو کسانو سره په داسې حال کې چې په یوه پیک اپ موټر کې ورسره شپیته لاسي بمونه، شپږ ماشیندارې او ۶ د ځان وژونکې حملې واسکټونه وو، سیمې ته راغۍ.

کله چې ویاړ خان له طالب قومندان څخه پوښتنه کوي چې شپږم ځان وژونکی څوک دی نو ورته ویل کیږي چې دی په خپله .

پولیس عملیات پیلوي، د طالبانو قومندان سره له نورو ملګرو يې نیول کیږي او په دې توګه د پکتیکا په دولتي تاسیساتو د ځان وژونکو حملو دا پلان خنثې کیږي.

ویاړ خان ته د غوره خدمت او د وسله والو د پلان د رسوا کولو په خاطر د اتلوالۍ مډال او نقدي جایزه ورکړشوه.
XS
SM
MD
LG