د کابل ښار په قمبر واټ کې له ولایتونو څخه کډه شوي کورنۍ وایي، سږنی ژمی به یې د تیرو کلونو په څیر بیا هم له ستونزو ډک وي.
د دې کورنیو په سلګونو غړي د پنجشنبې په ورځ په داسې حال کې چې هوا سړه او واوره هم وریده، د خپلو کورونو او خیمو مخې ته په اوبو او خټو کې ولاړ او د یو، این، ایچ، سي، ار، مرستو ته سترګې پر لاروو.
دوي ازادی رادیو ته وویل، خوړو او پوښاک ته هیڅ نه لري او د دې وس هم نه لري، چې کوټې او خیمې پرې تودې او خپل ماشومان له یخنی وژغوري:
«نوم مې صوفي حیدر دی، کار نشته، غریبي موده، ماشومان مو ناروغان دي، حکومت موږ سره هیڅ مرسته نه ده کړی، دا مرستې چې اوس کېږي موږ ته کافي نه دي.
خیمې مو زړې او سوری سورۍ دي، لرګي، سکاره، تیل او ګاز نشته، ماشومان مو له یخنی رپیږي، هیله ده تجار، حکومت او موسسې له موږ سره مرستې وکړي.»
دا کورنۍ، چې شمېر څه باندې زرو ته رسیږي، زیاتره یې د هلمند، کندهار او ارزګان له ولایتونو څخه کابل ته کډه شوي دي.