په ننګرهار کې سیمه ییزه خبریاله "ډیوه نیازۍ" له افغان حکومت څخه غواړي چې دوسیه دې د ولسمشر کرزي د حکم په رڼا کې ژر تر ژره وڅیړل شي.
له کومې ورځې، چې ډیوې د قاضیانو د فساد مساله رسینو ته راویستلې؛ له هغې ورځې د ځان او کورنۍ د ژغورلو لپاره خپل کور پریښودلې او اوس په یو ناڅرګند ځای کې اوسیږي.
که څه هم د ډیوې نیازۍ د قضیې د حل په اړه د ولسمشر کرزي له حکم څخه دا دی کابو میاشت تیریږي؛ خو دا سیمه ییزه خبریاله لا هم لالاهنده ګرځي.
ډیوه نیازۍ، چې د شنبې په ورځ په کابل کې د ازادۍ راډیو دفتر ته راغلې وه؛ په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، له کومې ورځې یې، چې د قاضیانو د فساد مساله رسوا کړې، زیات ګواښونه ورته کیږي او ژوند یې له خطر سره مخ دی:
"البته دومره موږ له خپګان سره مخامخ یو، کله چې موږ ډودۍ ته کښېنو څوک ډوډۍ نه خوري؛ وروڼه مې خپه چې دابه څه چل کیږي؛ څوک راسره مرسته نه کوي، په داسې حال کې چې ولسمشر هم امر کړی؛ چې دغه قضیه دې په جدي ډول وڅیړل شي؛ خو تراوسه پورې چا زما د دوسې ورقه هم نه ده اړولې؛ طالبانو وروڼو پرما باندې غیرت وکړ؛ خو حکومت زما د دوسیې غم نه خوري."
ډیوه د دې او د خاوند ترمنځ یې د یوې شخړې د هواري لپاره ځایي محکمې ته تللې وه؛ خو نه یوازې دا، چې کورنۍ ستونزه یې حل نه شوه بلکې قاضیانو ورته د ستونزې د حل لپاره نور ستونزمن وړاندیزونه درلودل.
ډیوه وایي، د ننګرهار محکمې د سوداګرۍ دیوان ریس قاضي ظهورالدین یې د قاضي طاهر روحاني په استازیتوب کور ته ورغلی و او د دوسیې د حل په بدل کې یې ورته دوه انتخابه ورکړي وو.
د ډیوې په وینا یو انتخاب قاضیانو ته د پیسو ورکړه وه او بل له قاضي ظهور سره، چې پنځه شپیته کلن دی واده کول وو، چې دواړه یې رد کړي دي.
خو اوس پوښتنه دا ده، چې د ډیوې د دوسیې د حل په برخه کې د ولسمشر کرزي حکم؛ چې د اسټانبول د سفر په مهال یې صادر کړی، تر کومه حده پلې شوی دی؟
د ننګرهار د ایستیناف محکمې مشر وایي، چې دا مهال د ډیوې او د دې د خاوند دوسیه په محکمه کې ده او باید چې د حل لپاره یې دوی محکمې ته ورشي:
"همدغه دوسیه زموږ په وړاندې پرته ده، قضیانو په جلسیه کې وویل، چې ډیوې موږ ته یوه جمعه وړاندې زنګ وهلي و؛ چې په دوسیه کې اجرات ونه کړئ، زه دوسیه بل خواته بدلوم، کنه دوسیه اوس هم له موږ سره پرته ده. که ډېوه خور راشي، موږ پرې اجرات کوو، ستره محکمه صلاحیت لري، چې بدله یې کړي، هغه محکمې پورې اړه لري."
د قاضي په وینا ډیوه محکمې ته نه حاضریږي او په ټلیفون یې ورته وړاندیز کړی، چې غواړي دوسیه بل ولایت ته تبدیله کړي.
خو اساسي ستونزه دا ده، چې دا مهال ډیوه له جدي امنیتي ستونزو سره مخامخ ده او رسنیو ته د قاضیانو د فساد مسالې له ایستلو وروسته له زیات ګواښونه ورته کیږي.
ډیوې هم وویل، چې دا ستونزې دومره جدي دي، چې ان دو یې د خپلې راتلونکي په اړه په اندیښنه کې کړي دي.
په کابل کې د ښځو د حقوقو فعالې هم بیا د دې پلوي کوي؛ چې د ډیوې دوسیه باید کابل ته انتقال شي.
د ولسي جرګې غړې او ښځینه فعالې "شینکۍ کړوخیل" ازادۍ راډیو ته وویل؛ ولسمشر سره په کتنو کې هغه ورته ویلي دي؛ چې د ښځو د دوسیو په تبیدلي کې یې اسانتیاوې راوستي دي.
"دغه بي بي کولای شي، له هغه ارګانونو سره چې د ښځو د حقونو مدافعې دي؛ ورته مراجعه وکړي، هغوی ورته وړیا مدافعې وکیل ونیسي او همدارنګه د بشر حقونو کمیسیون او ښځو ګروپونو ته مراجعه کولای شي.
که چېرې کابل ته راشي، نو موږ به له دوی سره همکاري وکړو او همدارنګه د محکمې په تبدلیدو کې به ورسره همکاري وکړو؛ دغه دهمدې حق دی او کولای شي غوښتنه وکړي."
دا یوازۍ ډیوه نه ده، چې په محکمه کې د قاضي له خوا ورسره بد چلند کیږي؛ بلکې سلګونه نور داسې ښځې شته، چې په محاکمو کې ورڅخه پیسې غوښتل کیږي؛ خو غږونه یې د خلکو ترغوږو نه رسیږي.
راپور: رحمت الله افغان