د پاکستان امنيتي مقامات وايي، د هغو نیمه پوځيانو یا ملیشه سرتیرو مړي يې ترلاسه کړي؛ چې څو ورځې وړاندې د ناڅرګندو وسله والو له خوا ژوندي تښتول شوي وو.
امنيتي مسوولین وايي، د ۲۲ تښتول شویو دولتي سرتیرو له ډلې یویشت يې وژل شوي او یو يې په سخت ټپي حالت کې موندل شوی دی.
تیره پنجشنبه د پيښور جنوب ختیځ لور ادم خیلو درې ته نژدې په لسګونو وسله والو، چې پر ډول ډول سپکو او درنو وسلو سمبال وو؛ د ملیشه ځواکونو پر امنيتي پوستو ډله ييز برید وکړ او تر څو ساعته نښتې وروسته يې ۲۳ تنه سرتیري يې ژوندي وتښتول.
په آدم خیلو دره کې د وسله والو طالبانو ویاند محمد هغه وخت مطبوعاتو ته وویل؛ چې دا برید دوی کړی.
په پيښور کې د ملیشه ځواکونو یوه مسوول افسر نوید اکبر رسنیو ته ویلي وو؛ چې دا برید د حسن خیلو او جاني خوړ سیمو پر امنيتي پوستو شوی.
په پيښور کې د دغو ځواکونو یوه مسوول افسر، چې نه يې غوښتل غږ يې ثبت شي، د یکشبنې پرورځ په تلیفون ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې د دغو سرتیرو جسدونه هغې سیمې ته نژدې موندل شوي؛ چې تیره پنجشنبه ترې تښتول شوي وو.
دغه مقام وايي، وسله ټول ۲۳ تنه تښتولي وو، چې بیا وروسته یو ترې په تيښته بريالی شو؛ ۲۱ يې وژلي او یو په سخت ټپي حالت کې موندل شوی.
محمد، چې ځان په آدم خیلو دره کې د وسله والو طالبانو ویاند بولي؛ وايي، دغه سرتیري دوی وژلي.
نوموړی وايي، ډير ژر به رسنیو ته د دغې ډله ييزې وژنې ويډيو وسپاري.
وسله والو طالبانو په تیر اګست میاشت کې هم یوه ویډيو خپره کړه؛ چې په کې په باجوړ کې د تښتول شویو پنځلسو دولتي سرتیرو بې تنې سرونه ښوول شوي وو.
د جمعې پر ورځ امنيتي مسوولینو وویل، چې په سیمه کې يې د تلاشۍ عملیات پيل کړي دي او د تښتول شویو سرتیرو د راخوشې کولو لپاره يې د ځايي قومي مشرانو یوه جرګه هم رابللې ده.
آدم خیلو دره یوه له هغو قبایلي سیمو ده، چې وسله وال طالبان په کې فعالیت لري او وخت پر وخت پر دولتي ځواکونو درنې حملې کوي.
په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې د سخت دریځو وسله والو حملو؛ یوارې بیا زور اخیستی، په دې جمله کې تیره اوونۍ د پيښور په قصه خوانۍ کې د واکمن عوامي نیشنل ګوند پر یوه مهم غړي او مشر صوبايي وزیر بشير احمد بلور ځان وژونکې حمله وشوه؛ چې د هغه په ګډون نهه تنه په کې ووژل شول.
تر دغې پيښې یواځې څو ورځې وړاندې؛ د وسله والو طالبانو یوې ډلې د پيښور پر باچا خان هوايي، ډګر ډله ييز او راکټي برید وکړ، چې تر څو ساعتو يې دوام درلود.
د وسله والو طالبانو حملې په داسې حال کې ډیرې شوي، چې پاکستان لا هم د امريکا د دې غوښتنې پر وړاندې پښې خښې کړي، چې د هغو وسله والو پرضد دې لا زیات او پریکنده اقدامات وکړي، چې په دې هیواد کې خوندي پناه ځایونه لري او له دې ځایه په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو پرضد عملیات تنظیموي.
راپور: مجیب الرحمان انګار