د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

د لوګر خلک ښايي د طالبانو په وړاندې پاڅون وکړي


د لوګر ولايت چارواکي وايي د مرکز پل علم او ځينو نژدې سيمو لکه کلنګار او نورو کليو په لسګونو اوسېدونکو پرون له والي سره په کتنه کې وويل چې دوى د طالبانو له لاسه له وژنو او ځورونو څخه په تنګ شوي او ان دېته تيار دي چې ولسي پاڅون وکړي.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش ازادۍ راډيو ته وويل چې دولت هم له دغو کسانو سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

په لوګر کې په وروستيو درېيو کلونو کې د ناامنيو پېښې او هدف وژنې زياتې شوي دي. په دې منځ کې هغه کارګران هم په نښه شوي، چې د بهرنيو ځواکونو په ځينو مرکزونو او نورو دولتي تاسيساتو کې د بيارغونې کارونه کوي. په پرونۍ کتنه کې دغو کارګرانو هم برخه درلوده.

ټاکل شوې وه د طالبانو له خوا د دغو وژنو په اعتراض پرون د خلکو لاريون هم وشي، خو د ځينو دلايلو له مخې دغه لاريون ونه شو.

د لوګر چارواکو د تلې يا ميزان په وروستيو کې ويلي وو، چې ٧٠٠ سيمه ييز پوليس او د عامه نظم څو کنډکونه په ناامنو ولسواليو کې ځاى پرځاى کوي، څو د ناامنيو په مخنيوي کې مرسته وکړي.

که چېرې په لوګر کې خلک د وسلوالو په وړاندې ممکنه پاڅون کوي، دولت ورته کومې اسانتياوې برابرولاى شي؟

دغه پوښتنه د لوګر د والي له وياند دين محمد دروېش څخه وشوه:

"حکومت د هغه پاڅون ملاتړ کوي، چې د ملي ګټو لپاره ترسره کیږي، نه د شخصي دښمنیو پر بنسټ. که چېرې دا ډول پاڅونونه په هېواد کې د سولې راوستلو په موخه او د هغو جنګیالیو پرضد، چې له بل ځایه تمویلیږي ترسره کیږي، زموږ ملاتړ به ورسره وي. دولت پخوا هم له دوی څخه ملاتړ کړی دی."

د وسلوالو طالبانو په وړاندې په روان ميلادي کال کې په ځينو ولايتونو کې ولسي پاڅونونه شوي چې سياسي شنکونو مثبته هڅه بللې ده.

په لوګر کې د ناامنيو د زياتېدو له کبله ځينې کورنۍ کابل او نورو ولايتونو ته کډې ته اړې شوي او راپورونه وايي د مسک عينک له کان څخه چې تړون يې يوې چينايي کمپنۍ ته ورکړل شوى، د ناامنيو له کبله ځينې چينايي کارګران وتلي دي.

د لوګر چارواکو د دې ولايت په ناامنيو کې د سيمې استخبارات ملامت کړي وو، چې د دوى په وينا هڅه کوي د دې ولايت په ناامنه کولو سره پر کابل امنيتي فشار زيات کړي.

په ولسي جرګه کې د لوګر يوه وکيل محمد اکبر ستانکزي مخکې له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د ځينو ولسواليو د سقوط خبردارى هم ورکړى و.
XS
SM
MD
LG