په افغانستان کې د واورۍ وروستیو اورښتونو یو ځلې بیا خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د بامیان په اوونۍ کوتل کې یو شمیر مسافرین، چې له تیرې ورځې راهیسې د واورې وریدو له امله بند پاتې وو آزادۍ راډیو ته وویل چې د خلکو او پولیسو په مرسته یې ځانونه له هغه سیمې را وایستل.
پدې کسانو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمیر ناروغان هم وو چې له بامیانو نه کابل ته د درملنې لپاره روان وو.
علي رضا او محمد علم دوه هغه مسافرین دي، چې په اونۍ کوتل کې د لارې د بندیدو له کبله یوه ورځ او شپه په واورو کې بند پاتې وو.
محمد علم چې د پوخ عمر سړی دی له بامیانو نه کابل ته د درملنې لپاره روان و، دی وایي، کله یې، چې واوره ولیده نو په لومړي سر کې ناهیلی شو او داسې فکر یې کاوه چې نشي کولی له دې واورو ځان وباسي.
"۱:- موږ پرون د مازدیګر له پنځو بجو نه د شپې تر دولس بجو په واور کې بند پاتې وو. بیا مو له هغه ځای د خلکو او د هغه ځای د پولیسو په مرسته ځانونه راویستل.
۲:- مرکزي حکومت تل وایي، چې لارې خلاصې دي، خو موږ چې په خپله عیني شاهدان یو، هیڅوګ مو ونه لیدل، چې د لارو خلاصولو لپاره راغلي اوسي.
د شپې تر دولس بجو په خپله خلکو کار وکړ، څو یې لارې خلاصې کړې، د دې موټر سورلۍ لاره خلاصه کړه نور خو څوګ هلته نه وو.
کله چې واوره ووریږي، نو څوګ یې له سرکونو نه لیرې کوي.
زه په خپله ناروغ وم ډیر نا امیده شوم او اتیا سلنه د مګر خطر سره مخامخ وم."
نه یواځې علي رضا او محمد علم بلکې د بامیانو ولایت ډیر شمیر نور اوسیدونکي هم د لارې بندیدو له امله شکایت کوي او پر حکومت انتقاد کوي، چې ولې مرکزي حکومت د لارو خلاصولو په برخه کې جدي اقدام نه کوي.
د بدخشان ولایت یو شمیر اوسیدونکو هم شکایت کاوه چې د دولسو ولسوالیو لارې بندي او دوی یې له ګڼ شمیر ستونزو سره مخامخ کړي دي.
دا مساله مو د فواید عامې وزارت سره شریکه کړه خو د دې وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې رییس آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې دوی د لارو خلاصولو لپاره د حمل تر میاشتې هیڅ کار هم نه شي کولی.
خو د بامیان ولایت چارواکي وایي، چې په یوه ورځ کې به ټولې لارې خلاصې کړي.
د بامیان ولایت د والي ویاند عبدالرحمن احمدي آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې دا مهال د ټولو هغو لارو د خلاصولو لپاره هڅې روانې دي چې د واورې وریدو له امله تړل شوې دي.
"تر کوم ځایه چې مونږ معلومات لرو نو هغو شرکتونو ته چې دنده ورکړل شوې په جدي توګه کار کوي څو مسافرینو ته لاره خلاصه کړي او موږ ډاډه یو، چې هغه شرکتونه چې په دې برخه کې کار کوي؛ نو د نن ورځې تر پایه به دا لارې خلاصې کړي."
په افغانستان کې د ژمې او اورښتونو په موسم کې د لارې بندیدل کومه نوې خبره نه ده؛ بلکې د دولتي چارواکو له تیاریو سره سره هر کال تکراریږي.
عام افغانان هم واییو چې د ژمي په موسم کې او په تیره بیا د واورې د وریدو په وخت کې د هیواد یو شمیر لویې لارې لکه سالنګ، ماهیپر، غزني او د شیبر کوتل بندیږي چې خلک له ګڼ شمیر ستونزو سره مخامخ کوي.