د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

کابل ښاریان: لاهم د بې کیفیته درملو د واردیدیدو مخه نه ده نیول شوی


د عامې روغتیا وزارت د پرله پسې ژمنو سره سره اوس هم د بې کیفیته درملو د واردیدو لړۍ دوام لري او دا کار د ډيرو خلکو د اندیښنې سبب شوی.

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، دغه درمل چې له پاکستان څخه افغانستان ته راځي او بیا په درملتونونو کې خرڅيږي په ناروغ هیڅ ډول تاثیر نه لري.

دوي د عامې روغتیا له وزارت نه په کلکه غوښتنه کوي، چې باید په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي:

"څو ځلي ډاکټر ته تلی یم، څو نسخې دوا مې واخیسته هیڅ تاثیر نه لري، درمل يي بې کیفیته دي، د همدې وجې هیڅ تاثیر نه لري، څومره ناروغان مې چې ور وستي هیڅ ښه شوې نه دي."

په کابل ښار کې د درملو یو پلورونکي ډاکټر عاشق الله دا انتقادونه تاییدوي، خو وایي، چې دوي خپل درمل د پاکستان له معتبرو او لویو شرکتونو څخه واردوي.

ده هم د عامې روغتیا له وزارته وغوښتل، چې د درملو د کیفیت د معلومولو لپاره باید اقدام وکړي:

"دغه دوا موږ د پاکستان څخه واردوو، له هغې ځي نه په ډيره قیمته بیه راځي، نه پوهیږم همدغه دوا که پاکستان کې ناروغ استعمال کړي نو کیدای شي زر ښه شي، خو دلته بیا تاثیر نه لري، دینه دا معلومیږي چې دې دوا کې کیفیت موجود نه دی."

په روان کال کې ازادي راډيو پردې مسلې څو پرلپسې رپوټونه جوړ کړي، خو د عامې روغتیا وزارت هر ځل دا خبره کړې، چې د بې کیفیته درملو د واردولو مخه به نیسي او په دې برخه کې به جدي اقدامات کوي، خو تر اوسه دغه لړۍ دوام لري.

دا ځل هم دغه ستونزه مو د عامې روغتیا وزارت له ویاند کنشکا ترکستانی سره شریکه کړې، چې نوموړي بیا د په کلکه ژمنه وکړه، چې دوي به یي څارنه وکړي:

"متاسفانه چې یو شمېر درمل له قاچاقي لارې افغانستان ته واردیږي، زموږ د صحي قوانیو د تطبیق د برخې ځینې ټیمونه یي موضف کړي دي، چې درملتونونه يي په خپل کنټرول کې لري،هغه درمل چې بې کیفیته وي یا په غیر قانوني توګه افغانستان ته واردیږي، مخه یي نیسي او زموږ د پلټنې ټيم فعاله دي او کار کوي."

خو د ننګرهار د عامې روغتیا په روغتون کې یو تن فارمسټ ډاکټر محمد وارث بیا د عامې روغتیا وزارت تورنوي، چې دغه قاچاق ته یي زمینه برابره کړې او د وزارت داخل شته داسې خلک چې پیسي اخلي او دغو شرکتونو ته اجازه ورکوي:

"ستونزمنه خبره دلته ده، چې په وزارت کې اکثره وخت پیسې اخیستل کیږي، د رشوت په ډول، یو شرکت چې غواړي نوم ولیکي او ځان راجسټر کړي، نو ټول پیسو په زور باندې راجستر کیږي."

که څه هم په تیرو یولسو کلونو کې په افغانستان کې روغتیایي خدمات پراخ شوي او د عامې روغتیا وزارت وایي، چې اتیا سلنه خلک د روغتیایي خدماتو تر پوښښ لاندې دي.

خو د کتونکو په وینا له یوې خوا دا روغتیایي خدمات بې کیفیته دي او له بل لوري په لرو پرتو سیمو کې خلک لا هم لومړنیو روغتیایي خدماتو ته لاس رسې نه لري.
XS
SM
MD
LG