د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

براهیمي په سوریه کې د یو انتقالي حکومت د جوړیدو غوښتونکی دی


د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې استازي اخضر ابراهیمي په سوریه کې د شخړې د ختمیدو لپاره په دې هېواد کې د یو انتقالي حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې ده، چې د انتخاباتو ترسره کیدو پورې به بشپړ اجریوي واک لري.

سوریه ته د پنځه ورځني سفر په پای کې د پنجشنبې په ورځ په دمشق کې د خبرو پر مهال ابراهیمي وویل ، یوازې ریښتیني بدلونونه کولای شي چې د عامو سوریایانو غوښتنې پوره کړي.

ابراهیمې د خپل دې سفر په ترڅ کې د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره هم وکتل.

د پنجشنبې په ورځ وختي د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند الکساندر لوکاشیویخ ویلي د اسد د ریژیم نسکورول د هغې نړېوالې موافقې پر ضد دې چې شپو میاشتې مخکې په جینوا کې شوې ده .

د لوکاشیویخ دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د روسیې چارواکو سره د سوریې د حکومت د یو پلاوې تر لیدنې وروسته رامخې ته کیږي.

د پنجشنبې په ورځ د سوریې د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال فیصل مکداد په مشرۍ یو هییت په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وکتل .

ټاکل شوې ده، چې د شنبې په ورځ به ابراهیمي هم په مسکو کې له لاوروف سره وګوري، نوموړې به همدا رنګه په نژدې راتلونکې د روسیې او امریکايي چارواکو سره هم یوه ګډه غونډه وکړي.
XS
SM
MD
LG