د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۳

که نرګس په رښتیا ایرانۍ وي، نو دا د افغان حکومت لویه کمزوري ده


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره د کابل په امنیي قومندانۍ کې د امریکایي سلاکار د وژلو په اړه په وروستیو پرمختګونو بحثونه کړی.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، چې د کورنیو چارو وزارت څیړنو وښودله، هغې پولیسې، چې امریکایي سلاکار یي وواژه ایراني وګړې ده.

ورځپاڼې د شویو تحقیقاتو پر بنسټ لیکلي، چې دا میرمن، چې نرګس نومیږي د تهران اوسیدونکې ده او پنځه کاله مخکې یې د خپل میړه په وسیله د پولیسو لیکو ته ننوتله.

ورځپاڼې وړاندې د دې میرمنې د اقرار ځینې برخې هم خپرې کړي او لیکلي، چې په لومړي سر کې دې میرمنې غوښتل، چې د امنیي قومندانۍ پنځه پوړیزې ودانۍ ته پورته شي، خو کله، چې وې نشو کړای، نو په کوپراتیف کې یې دا امریکایې ولید او ډزې یې پرې وکړې.

ورځپاڼې وړاندې د ځینو کتونکو په حواله لیکلي، که نرګس په رښتیا ایرانۍ وي، نو دا افغان حکومت او په تیره بیا امنیتي او کشفي ادارو لویه کمزوري ده.

ورځپاڼې لیکلي، که په امنیتي ادارو کې اصلاحات را نه وستل شي، نو ممکن د هېواد امنیتي چارې له سترو ننګونو سره مخامخ شي.

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د کورنیو چارو وزارت تحقیقاتو دا ښودلې، چې دا میرمن رواني ستونزې لري او دغه امریکایی هم د فردي انګیزې له مخې وژلې دې.

دې ورځپاڼې هم لیکلي، چې نرګس خپله وسله په پټه امنیی قومندانۍ ته وړې او په لومړي سر کې یی هڅه کوله، چې امنیی قومندان او یا هم د والي دفتر ته ننوځي، خو بریالۍ شوې نه وه.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم لیکلي، چې نرګس د تحقیقاتو په مهال ویلي دي، چې غوښتل یی کوم جګپوړې افغان چارواکې ووژني، خو امریکایی سلاکار یی وواژه.

ورځپاڼې لیکلي، چې له نرګس نه د تحقیقاتو لړۍ دوام لري او پدې ترڅ کې ددی له کوره ځینې مهم اسناد، چې پکې ایراني پاسپورټ هم شامل دې ترلاسه شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي، چې پولیسو د نرګس میړه هم نیولې او دا ځکه، چې ده ورته غیر قانوني تذکزه جوړه کړې وه او بیا یی په پولیسو کې شامله کړې وه.
XS
SM
MD
LG