د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۱

"له یونانه د افغان کډوالو جسدونه هېواد ته راوړل کیږي"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په نږدو ورځو کې به له یونان څخه د هغو افغانانو جسدونه هیواد ته راوړل شي، چې په دې هیواد کې د کښتې د ډوبیدو په یوې پیښې کې مړه شوي دي.

تر اوسه پورې د دې پیښې یو ویشت قربانیان چې افغانان دي موندل شوي.

د راپورونو له مخې دوی غوښتل په غیرقانوني توګه ځانونه اروپايي او یا نورو لویدیزو هیوادونو ته ورسوي.

په یونان کې پخوا هم افغانان له دارنګه پیښو سره مخ شوي دي.

زموږ همکار احمدزبیرژمن په دې اړه د بهرنیو چارو د وزارت له ویاند جانان موسی زي سره مرکه کړې ده.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG