لویدیځ ډیپلوماتان وایي، چې د پاکستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو خواو سره روغه جوړه د خپلو هڅو په لومړیتوب کې راوستې ده.
د ډیپلوماتانو او څیړونکو په باور په دې برخه کې د پاکستان نوي ګامونه د دې نښه ده؛ چې اسلام اباد ریښتنی ګام اخیستی او له طالبانو سره سوله تشویقوي.
په شمالي وزیرستان کې د پاکستان یوه پوځي چارواکي ویلي؛ چې یووخت موږ فکر کاوه، چې افغانستان باید ترخپلې ولکې لاندې راولو، خو اوس غواړو، چې افغانان پرخپل هیواد واکمن وي او موږ د خپلو ستونزو د هواري لپاره کار وکړو.
د دغه پوځي چارواکي په وینا، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، پاکستان د دې توان لري، چې په افغانستان کې د روغې جوړې لپاره یوه ښه فضا رامنځ ته کړي.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني په راولپنډۍ کې د ارودو له لوړپوړو قومندانانو سره په غونډه کې له سوله ییزې لارې د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره پرخپلو ژمنو ټینګار وکړ.
د پاکستان د استخباراتو یو مامور چې د دغې غونډې په اړه معلومات لري؛ رویټرز ته ویلي، چې کیاني ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې روغه جوړه د ده د کار په لومړیتوبونو کې ده.
د رویټرز اژانس د راپورله مخې که د پاکستان پوځي مشران په رښتیا په دې برخه کې عملي اقدام وکړي، په هغه صورت کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما اداره هم کولای شي ووایي؛ چې په افغانستان کې د سولې د هڅو لپاره د پاکستان د ملاتړ په راجلبولو کې بریالۍ شوې ده؛ چې دا به د امریکا په بهرني سیاست کې یو بریالیتوب وانګیرل شي.
افغان چارواکو په تیرو وختونو کې د پاکستان پر نیت شک څرګند کړی؛ په تیره بیا له طالبانو سره د دې هیواد د اړیکو سابقې ته په پام سره؛ چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې د طالبانو تحریک رامنځ ته کړی و او له هغوی سره یې نژدې اړیکې پاللې.
خو اوس په اسلام اباد کې ډيپلوماتان وایي؛ چې پاکستان عملاً څرګنده کړې، چې د سولې په پروسه کې د طالبانو د شاملولو لپاره د لویدیدځ د هڅو ملاتړ کوي.
لویدیځ ډيپلوماتانو چې له کلونو راهیسې یې د پاکستان پرژمنو شک درلود؛ اوس وایي، چې اسلام اباد په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې جدي دی.
یوه اروپایي چارواکي رویټرز اژانس ته ویلي؛ چې پاکستان په رښتیا غواړي، چې په افغانستان کې د سیاسي بحران د هواري پرلوري ګام پورته کړي؛ چې دغه هڅې په مختلفو سطحو کې لیدل کیږي. د هغه په وینا ټولې ښکیلې خواوې غواړي، چې روانې هڅې یوه نتیجه ورکړي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا رییس صلاح الدین رباني هم رویټرز اژانس ته تایید کړې؛ چې په دې برخه کې په پاکستان په سیاسي دریځ کې یوډول بدلون رامنځ شوی؛ چې دوی هم ورته محتاطانه خوشبین دي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال کیاني تیره میاشت کابل ته راغلی و او له افغان ولسمشر حامد کرزي سره یې لیدلي وو، هغه همداراز د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرې حنا رباني کهر سره بروکسل ته هم سفر کړی او د ناټو له چارواکو سره یې د افغانستان پر مسالې خبرې کړې وي.
د راولپنډۍ په غونډه کې کیاني ویلي وو، چې د یوه هیواد په توګه اوس موږ له یوې ټاکونکې مرحلې تیریږي. موږ خپلې تیرې تیروتنې په دقت مطالعه کوو او کوښښ کوو، چې د راتلونکې لپاره یوه ښه لاره وټاکو.
د ډیپلوماټانو په وینا په افغانستان کې د سولې له هڅو سره د کیاني ملاتړ ترډیره حده د هغه حقیقت څرګندوی دی؛ چې متحده ایالات له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو پرپلان ولاړ دی او هغه عملي کوي.
په پاکستان کې په وروستیو میاشتو کې په لوړو اهدافو بریدونو په دې هیواد کې اندیښنې نورې هم زیاتې کړي؛ چې یونا امنه افغانستان کولای شي، پاکستاني طالبان پیاوړي کړي.
د رویترز په وینا د پاکستان امنیتي لوړ پوړې کړۍ ښایي د سولې د خبرو د ملاتړ مخنیوی وکړي؛ مګر دا چې دوی دا یقین حاصل کړي، چې په افغانستان کې هره حل لاره چې په راتلونکې کې ترلاسه کیږي؛ په کابل د هند نفوذ محدودوي.