د کابل ښار په منډوي کې دوکانداران وایي، چې د تیرې شپې په اورلګېدنه کې ورته د ملیونو نو ډالرو زیان اوښتی دی.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې دا اور تیره شپه یوه بجه په ناصري سرای کې ولګید.
د کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال جنرال محمد داؤد امین چې په سیمه کې حاضر و وویل؛ چې دې پيښې ځاني تلفات نه درلودل:
"دا مارکیټونه اصلا معیاري نه وو. دغه راز د دوی د حریق سیسټم او د ګودامونو سیسټومونه ټول په معیار برابر نه وو."
د کابل د اور وژنې د ریاست د معلوماتو له مخې د اور لګیدنې اصلي لامل په ودانۍ کې په غیر فني توګه د برېښنا د مزو غځول وو.