د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۱

پاکستان: د برمته شوي جرمن ویډیو خپره شوه

په پاکستان کې د یوې جرمني خیریه موسسې د تښتول شويو کارکونکو ویډيوي پيغام خپور شو.

دا پیغام نن سهار د پاکستان په دیره اسمعیل خان کې د القاعده شبکې د یوې مشکوکې ارتباطي سرچینې له خوا د ازاډي راډیو سیمه ییز خبریال ته رسیدلی دی.

په ویډیوکې دجرمني مامور "برند مولینبک" (Bernd Muehlenbeck ) خبرې راخیستل شوې دي؛ چې د خپل خلاصون لپاره د مرستې غوښتنه کوي.

دی وايي: "زه ۵۹ کلن یم. زه د جرمني وګړی یم. ما د پاکستان په ملتان کې د جرمني (Welthungerhilfe) لپاره د پروژې د مسوول په توګه کار کاوه.

زه د جرمني د حکومت د بدو پالیسیو په خاطر مجاهدینو تښتولی یم. موږ اوس په لویو ستونزو کې ښکیل یو. لطفاً، د مجاهدینو غوښتنې په بشپړ ډول ومنئ.

دوی هره ورځ موږ وژلای شي. موږ نه پوهیږو، چې څه وخت، ښايي نن، ښايي سبا، يا ښايي په نورو دریو ورځو کې.

داسې ساده پلان جوړ نه کړئ، چې زموږ د خوشې کولو لپاره به له قوي کار اخلئ. زه غواړم، چې ژوند وکړم او خپله کورنۍ بیا ووینم."


په دې ویډیو کې، چې ټوله ۵۲ ثانیې ده یوازې د تښتول شوي جرمني خبري راخیستل شوی او د تښتونکو د غوښتنو یا شرایطو ذکر نه دی شوی.

وسله والوکسانو په ملتان کې د جرمني د خیریه سازمان دا دواړه کارکونکي د روان کال د جنورۍ د میاشتې په نولسمه نیټه د هغوی د استوګنې له ځایه وتښتول.

د پاکستان امنیتي ځواکونو وروسته وویل، چې تښتول شوی سړی د جرمني دی او ورسره یوه سړی د ایټالیا وګړي دی.

دوی په پاکستان کې د ۲۰۱۰ میلادي کال د سیلاب ځپلو سره د مرستې په یوه پروګرام کې کار کاوه.

له جرمنی "برند مولینبک" سره یوځای بل تښتول شوی ایټالوی وګړی؛ "جیوفاني لو پورتو" (Giovanni Lo Porto) بلل شوی ده.

دې کسانو دواړو د جرمني لخوا په پاکستان کې د خیر ښیګڼې یوه سازمان ویلت هنګر هیلفه (Welthungerhilfe) لپاره کار کاوه.

د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د پاکستاني طالبانو یوه مشر وویل، چې دا کسان د دوی سره دي او د دواړو د ښه صحت ډاډ یې ورکړی و.
XS
SM
MD
LG