د امريکا ولسشمر بارک اوباما ډيموکرات سناتور جان کېري د بهرنيو چارو د نوي وزير په توګه ونوماوه.
اوباما دغه اعلان پرون په سپينه ماڼۍ کې وکړ:
”زه ډېر وياړم چې د امريکا د بهرنيو چارو د بل وزير لپاره جان کېري د خپل انتخاب په توګه اعلانوم“
د امريکا ولسمشر وويل چې ښاغلي کېري د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د مشرانو درناوى او اعتماد خپل کړى دى.
تمه کېږي ٦٩ کلن کېري په اسانۍ سره د امريکا د مشرانو جرګې له خوا، چې ده په کې نژدې ٣٠ کاله خدمت کړى، د تاييد رايې واخلي.
جان کېري د مېرمن هليري کلېنټن ځاى نيسي، هغې په خپله له دندې د ليرې کېدو پرېکړه کړې ده.
کېري په داسې حال کې د بهرنيو چارو وزارت ته نومول کېږي چې په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې سوزان رايس په کانګريس کې د جمهوريت غوښتونکو تر شديدو انتقادونو وروسته د کانديدانو له ليست څخه خپل نوم وايست.
هغې په تېر سپټمبر مياشت کې د ليبيا په بنغازي کې د امريکا پر قونسلګرۍ د بريد په اړه غيردقيقې څرګندونې کړې وې، چې په وروستيو کې له ځينو سياسي لانجو سره مخامخ شوه.
جان کېري په ٢٠٠٤م کال کې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډيموکراتانو کانديد و.
ده په پاکستان کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ پيدا شوى کړکېچ راکم کړ او له افغان ولسمشر حامد کرزي سره يې هم خپلې اړيکې غښتلې کړې.
ده په ١٩٧١م کال کې د ويټنام د جګړې تر راستنېدو وروسته له دې جګړې سره خپل مخالفت څرګند کړى و:
”احتمالاً موږ له غوسه ناکو کسانو څخه يو، د ويټنام او کمونيزم په وړاندې د معنوي جګړې په اړه چې څه راته ويل شوي وو، راته معلومه شوه، چې هلته خلک ان د کمونيزم او ډيموکراسۍ په توپير هم نه پوهېدل. دوى غوښتل په خپلو پټيو کې کار وکړي، د څرخي الوتکو او بمونو له بريدونو چې کلي يې سوځي - خوندي وي“
راپورونه وايي بارک اوباما په پام کې لري جمهوريت غوښتونکى سناتور چوک هاګل د دفاع د نوي وزير په توګه وټاکي.
ده په مشرانو جرګه کې تر ١٢ کلن خدمت وروسته په ٢٠٠٨م کال کې له دې جرګې ووت. دى په جمهوريت غوښتونکي ګوند کې خپلواک نظر لري، د عراق او افغانستان د جګړې په اړه يې پر پخواني ولسمشر جورج بوش انتقادونه کول، چې په دې توګه يې له جمهوريت غوښتوني ګوند څخه ځينې غړي جلا کړل.