د راپورونو له مخې افغان چارواکو پرون د طالبانو او حزب اسلامي له استازو سره په هغه غونډه کې ګډون وکړ؛ چې د فرانسې پلازمېنې پاریس ته نژدې جوړه شوې وه.
د اسوشیېټډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې د افغان حکومت، طالبانو او حزب اسلامي نژدې شل استازي په تېرو دوو ورځو کې پاریس ته نژدې په شانټيلي Chantilly ښارګوټي کې کېناستل؛ څو له یوولس کاله جګړې وروسته په خپلو کې بحثونه پیل او په دې اړه غور وکړي؛ چې د افغانستان موسسې او مدني ټولنې به له 2020 کال وروسته په څه ډول وي.
فرانسوي کوربانه وايي، د غونډې هدف دا نه و، چې دا ډلې به همدا اوس په خپلو کې د پخلاینې خبرې پیلوي. اسوشیېټټپرېس د فرانسې د بهرنیوچارو وزارت د ویاند فلیپ لالیوت Philippe Lalliot له قوله لیکي؛ چې وايي، هدف دا نه وؤ چې د غونډې ګډونوال به په خپلو کې د سولې خبرې کوي؛ بلکې هدف دا و، چې د افغانانو ترمینځ د خبرواترو بنسټ کېښودل شي.
ویاند زیاته کړه، فرانسه باور لري، چې دا یوازې په خپله افغانانو پورې اړه لري؛ څو د ملګروملتونو په مرسته، چې د امنیت شورا یې په دې برخه کې پرېکړه هم کړې؛ د پخلاینې د بهیر مشري وکړي.
فرانسوي چارواکي او تنظیموونکي د غونډې د ځای او د ګډونوالو د هویت له ښودلو ډډه کوي؛ خو وايي، د دې بحثونو هدف د افغانستان د جګړې د بېلابېلو اړخونو ترمینځ د کنګل ماتول و.
د ستراتیژیکو څېړنو د بنیاد مشر کامیل ګرند چې تحقیقاتي ټولنه یې د دې ناستې کوربه ده وايي؛ چې ګډونوالو ستونزمن بحثونه لرل.
ګرند د غونډې له پیل مخکې له اسوشیېټډپرېس آژانس سره په ټلفوني مرکه کې وویل؛ د تاوتریخوالي مساله د دې خلکو پر ذهن سپره ده، د دوی هېڅ یو هم بې تجربې او خام نه دی. ده زیاته کړه، داسې نه وه چې د تشدد مساله له موږ هېره وه یا دا چې د مسالې د حل هڅه مو کوله.
د اسوشېیټډپرېس د راپور له مخې د فرانسې د بهرنیو چارو او د دفاع وزارتونو د چارواکو په ګډون له شپږو تر لسو تنو پورې کارپوهان هم په دې بحثونو کې حاضر وو.
له دې مخکې ویل شوي وو، چې د غونډې په ګډونوالو کې به د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوم غیرت بهیر، د ولسمشر وراره حکمت کرزی، په سعودي عربستان او پاکستان کې د طالبانو د رژیم سفیر شهاب الدین دلاور او ځینې نور کسان ګډون وکړي. د فرانسوي رسنیو د راپورونو له مخې په دې غونډه کې به د پاکستان استازی هم حاضر وي.
ولسمشر فرانسوااولاند تېره اونۍ له خپل پاکستاني سیال آصف علي زرداري سره تر کتنې وروسته وویل، فرانسه د افغانستان د کړکېچ حل غواړي او سیمې ته د ثبات په راوستو کې پاکستان ته د مهم اړخ په سترګه ګوري.
د فرانسوۍ تحقیقاتي ټولنې مشر ښاغلی ګرند وايي؛ چې د تېرو دوو ورځو غونډه په تېر نژدې یو کال کې دریمه غونډه ده خو د ده په وینا د تېرو دوو غونډو خبره تراوسه پټه ساتل شوې وه. ګرند وايي، چې دوه مخکینۍ غونډې یوه تېرکال په نوامبر میاشت کې او دوهمه یې د روان کال په جون کې وه.
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د ملګروملتونو د ویټو حق لرونکې فرانسه چې ځان د نړۍ په ډيپلوماسۍ کې مخکښ هېواد ګڼي خپل وروستي محارب ځواکونه له افغانستانه باسي.