د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

ایټالیا کې یو۵ کلن افغان ماشوم په سفري بکس کې موندل شوی


د ایټالیا په وینیس کې یو پینځه کلن افغان ماشوم په سفري بکس کې موندل شوی، دا ماشوم بې له دې چې د سفر قانوني اسناد ولري په یوې کشتې کې چې له یونانه رسیدلې وه د یوه سړي په سفري بکس کې موندل شوی دی. دې سړي ماشوم د جرمني په لور روان کړی وو.

علی شاکر چې پینځه دیرش کلن افغان سړې دی پولیس ته ویلي د ماشوم مور او پلار ترې غوښتي، چې دا ماشوم په جرمني کې د دوي دوستانو ته ورسوي.

انتونیو دي فرانچیس هغه سرحدي پولیس دی، چې د عاصیم په نامه دا ماشوم یې د دسمبر په څلورمه نیټه په بکس کې ومونده.

هغه وايي، کله چې یې شاکر د تلاشی لپاره ودراوه هغه ډیر زیات ارام وو، دی فرانچیس وايي، چې دې سړي په ډیر احتیاط بکس په میز کیښود، اسمان ته یي وکتل او بیا یې خلاص کړ.

دی وایي، طبیعی خبره ده، چې ماشوم ترهیدلی او ستړی ښکاریده. دی نه پوهیږي چې ماشوم به څو ساعته په دې بکس کې تیر کړي وي.

دي فرانچیس وايي، د عاصیم سفر ممکنه ده چې درې میاشتې نیولی وي، تر طبي معایناتو وروسته په وینیس کې یوه غیر دولتي موسسه د ماشوم پالنه کوي. په غالب ګمان هلک هزاره دی.

ایټالوي څارنوالان هڅه کوي، چې د ماشوم له مور او پلار سره اړیکه ټینګه کړي او دا خبره معلومه کړي، چې د محمد شاکر خبره سمه ده او که څنګه. ترجمان چې د ماشوم خبرې پولیس ته ترجمه کولې همدا ویل چې (( زه خپل پلار غواړم)) او((جرمني)).

علي شاکر اوس په کور کې نظر بند دی، هغه له یوه داسې مهاجر سره چې اسناد نه لري په مرستې تورن دی.
XS
SM
MD
LG