د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې په ښکاره پاکستاني وسله وال ګرځي


د ننګرهار سپین غر ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د ناامنۍ وضعیت تردې رسیدلی، چې دلته په ښکاره وسلوالې ډلې ګرځي.

د سپین غر ولسوالۍ یو تن قومي مشر خان شینواری وايي، چې په دې ولسوالۍ کې په دې وروستیو کې امنيتي پيښې زیاتې شوي او په سیمه کې امنيتي ارګانونه یوازې د خپل ځان ساتنه کوي.

نوموړی وايي، چې دوي د دې ولسوالۍ په شډل بازار کې هره ورځ ډول ډول وسلوالې ډلې ګوري، چې ډيره برخه يي پاکستاني وسله وال دي:

"دغلته د سپین غر ولسوالۍ په شډل بازار کې په ښکاره وسله والې ډلې ګرځي نور داخلي طالبان هم شته او پاکستاني طالبان هم دي مصنوعي څڼې يي اچولي دي او په ښکاره ګرځي."

بل خوا د دې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې دوي نه پوهیږي، د دولت ملاتړ وکړي او که د وسله والو؟

ځکه که چیرې د دولت پریکړو ته درناوی کوي، نو د وسله والو له خوا په نښه کیږي.

دغه اوسیدونکي د بیلګي په توګه د یادې ولسوالۍ د یوه قومي مشر ملک نیاز په کور کې د بمي بریدونو کیسه کوي.

دوی وايي، اتیا کلن ملک نیاز یو قومي مشر دی او وسله والو د دې په خاطر، چې دی د دولت پریکړو ته درناوی لري، په کور کې ورته د دویم ځل لپاره بمونه خښ کړل، چې وروستی چاودنه يي د روانې اونی په سر کې وشوه.

په دغه پېښه کې د ملک نیاز د کورنی یو تن مړ شو او درې تنه اولادونه يي ټپیان شوي دي:

" په دغه تیره پېښه کې دملک نیاز دوه لمسۍ ډيرې سختې ټپي شوې،یو يي مړ شو او زما تره زوی هم ورکې ټپی شوی،چې اوس دلته په شفاخانه کې دی.

په خاصه توګه په سپین غر ولسوالۍ کې امنيتي وضع ډیره خرابه ده،د دولت همکاران وژل کیږي،قومي سپین ږيري،چې دولت سره همکاري کوي ډير سخت ګواښ ورته موجود دی"


د سپین غر ولسوال قاسم خان د خلکو دا ستونزه په ځای ګڼي.

نوموړی وايي،چې دوی نشي کولی په یوازې توګه د سپین غر ولسوالۍ یادو سیمو ته ولاړ شي.

ولسوال وايي، چې دا ښکاره خبره ده، چې ددې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې په ښکاره وسله والې ډلې ګرځي:

"په دې ولسوالۍ کې دا دمامند سیمه ده،چې ډيره ناارامه ده وسله وال طالبان دي،دلته کوکنار هم کرل شوي دي، چې قوه راسره نه وي موږ هم نشو کولی،چې هلته ولاړ شو،خو دا چې هلته پاکستاني طالبان دي کیدلی شي،موږ خو نه دی معلوم کړي خو خلک وايي،چې هغه ټول پاکستاني طالبان دي او ګرځي."

نوموړی وايي،چې له دې وړاندې د سپین غر،اچین ولسوالانو او امنیه قومندانانو په ګډه د ننګرهار له والي نه يي غوښتنه کړې وه،چې په دې ولسوالۍ کې د وسله والو پرضد عملیات پیل کړي.

بلخوا د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ویلي و،چې د دې ولایت امنيتي ځواکونه پلان لري،چې د بټي کوټ په څير نور چاڼيز عملیات د په نورو ناارامو سیمو کې هم پیل کړي.

ولې د ولايتي چارواکو له وعدو سره سره د ننګرهار د زیات شمير ولسوالیو اوسیدونکي شته ناامنیو ته په انديښنه کې دي او په خبره،چې د دوی ژوند يي تریخ کړی دی.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG