د کابل ورځپاڼو نن د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه د برابر شوي، رپورټ د خپرولو په اړه په پورته شویو غوښتنو بحثونه کړي، چې حمید مومند ورته کتنه کړې.
محور:
محور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د بشر د حقوقو د خپلواک کمسیون د مشرې له څرګندونو وروسته پرون د مشرانو جرګې یو شمیر غړو له افغان ولسمشر نه وغوښتل، چې دا رپورټ باید خپور کړي.
ورځپاڼه لیکي، چې سیما سمر ویلي دي، چې دوی دا رپورټ د حکومت په سپارښتنه برابر کړې او خپرول یی هم د حکومت کار دې.
ورځپاڼې لیکلي، چې د مشرانو جرګې غړو له ولسمشر نه وغوښتل، چې د بشر حقوقو خپلواک کمسیون ته دې اجازه ورکړي، څو ددې رپورټ په خپرولو سره خلکو ته دا روښانه کړي، چې جنګي مجرمین څوک دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د ځینو کتونکو په حواله لیکلي، چې د بشر د حقوقو د خپلواک کمسیون له خوا د دې رپورټ د نه خپرولو لپاره وړاندې شوي دلایل قانع کوونکي نه دي.
ورځپاڼې لیکلي، چې د بشر د حقوقو د خپلواک کمسیون مشرې سیما سمر یو کال مخکې ددې رپورټ د خپرولو په بدل کې له ولسمشر نه ددوی د کارکوونکو د امنیت د ساتلو غوښتنه کړې وه، خو ورځپاڼه د میرمن سمر په حواله لیکي، چې د ولسمشر ځواب منفي وو.
د ورځپاڼې په وینا که څه هم د بشر د حقوقو د خپلواک کمسیون دا اندیښنې پر ځای دي، خو ددوی د کار دوام د قانون په خلاف او د شک وړ دې.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم له افغان ولسمشر نه د مشرانو جرګې د غړو دا غوښتنه راخستې، چې په هېواد کې د جنګي مجرمینو د معلومولو لپاره باید اجازه ورکړای شي، چې دا رپورټ خپور شي.
ورځپاڼې د بشر د حقوقو د خپلواک کمسیون په حواله لیکلي، چې ټاکل شوې وه دا رپورټ د تیر کال په دسمبر کې خپور شوې وای، خو د امنیتي اندیښنو له کبله خپور نشو.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د بشر د حقوقو هغو سرغړونو ته کتنه کړې، چې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د تیر یولس کلن حضور په مهال رامنځ ته شوي دي.
ورځپاڼې لیکلي، چې بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې د ماشومانو د زنداني کولو په ګډون بیلابیلې سرغړونې کړي، خو په وړاندې یی د بشر د حقوقو د دفاع ادارو غبرګونه خورا کم او یا هم په نشت حساب وو.