د مخدرو موادوسره د مبارزې وزارت غواړي، په هغو ولایتونو کې چې کوکنار نه دي کرل شوي یا په کې د کوکنارو کښت کم شوی، څلورویشت پراختیایي پروژې پلې کړي.
د دې پروژو تړون د یکشنبې په ورځ د مخدروموادو پرضد د مبارزې د وزیر او د پلې کوونکو موسسو دریيسانو ترمینځ لاسلیک شو.
د مخدروموادوسره د مبارزې وزارت وایي، دا پروژې ټولې زیربنایي دي او په هغو ولایتونو کې به پلې شي، چې کوکنار په کې نه دي کرل شوي او یا دا چې د دې موادو د کښت کچه په کې ټیټه شوې ده.
د دې پروژو تړون د یکشنې په ورځ د مخدروموادو پرضد د مبارزی وزیر ضرار احمد مقبل عثماني له څلورویشتو پلې کوونکو کورنیو موسسو له مسوولینو سره لاسلیک کړ.
ښاغلي قبل عثماني وویل، د دې پروژو ارزښت درویشت میلیونه ډالره دی او د ورکړې ژمنه یې د امریکا متحدو ایالاتو کړې ده:
"هغه ولایتونه چې د مخدرو موادوسره د مبارزې په لاره کې یې ښه کار کړی وي؛ هغو ته هرکال یومیلیونه ډالره ورکوو او کوم ولایتونه چې لږ کار یې کړی، هغوی تقدیروو. سږکال په مجموع کې له دې مبارزې څخه ښې لاسته راوړنې لرو."
د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې د ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو، خوندي دیوالونو، ورزشي ستډیومونو، پوهنتونونو، کتابتونو او سړکونو جوړول شامل دي.
چارواکو وویل، دا پروژې به د بدخشان، بادغیس، دایکندي، فاریاب، سرپل، کندز، پنجشیر، پکتیا، نورستان، بامیانو، سمنګانو او خوست په ولایتونو کې پلې شي.
د مخدرو موادوسره د مبارزې وزیر دا هم وویل؛ د دوی سروې ښيي، چې په څلورو ولایتونو (کندهار، هلمند، ارزګان او فراه) اوس هم د کوکنار کښت کم شوی نه دی:
"په ځینو ځایونو کې د مخدروموادو د مبارزې نتایج ښه نه وو، دا ستونزه مو د هلمند په ولایت کې ولیده، چې پر شاوخوا پنځه اتیازره هکتاره ځمکه یې کوکنار کرل شوي.
ورته ستونزه په فراه، کندهار او ارزګان په ولایتونو کې هم شته چې علت یې ناامني ده."
د ملګرو ملتو یو تازه خپورشوی راپور وایي، چې په افغانستان کې د کوکنار کښت په سلو کې اتلس زیات شوی؛ خو تولید یې په سلو کې څلویښت کم شوی دی.
په هیواد کې د کوکنارو د کښت او تولید د مخنیوي هڅې په داسې حال کې کیږي؛ چې راپورونه وایي، افغانستان اوس هم په نړۍ کې د مخدرو موادو د تولیدونکو هیوادونو په سرکې دی.
راپور: خان محمد سیند