د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۴

مسکو له کنټرول څخه د سوریې د وتلو خبره رد کړه


روسیې له دې انکار کړی، چې یوه لوړ رتبه ډيپلومات یې دا خبره کړې چې ګواکې د بشارالاسد رژیم له کنټروله وتلی دی.

د روسیې خبرې رسنیو د "میخایل بوګدانا" له قوله چې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال او منځني ختیځ لپاره د کرملین د هڅو سیاسي استازی دی د ډسمبر په دیارلسمه نیټه ویلي؛ چې د سوریې حکومت سوریې حکومت په تدریجي توګه کنټرول له لاسه ورکوي او د مخالفینو د بریا مخه نشي نیول کیدای.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند "الکساندر کوکاشینویچ" د سوریې په ارتباط د مسکو دریځ بیا تکرار کړ.

"زه غواړم دا ووایم چې موږ هیڅکله ویده نه یو موږ خپل دریځ نه وو بدل کړی وو او نه به یې بدل کړو."

دا خبرې په داسې وخت کې کیږي، چې د امریکا د دفاع وزیر یو نوی فرمان صادر کړي، چې له مخې به یې د "پټرویټ" راکټ ویشتونکي دستګاوې او سوونه امریکايي عسکر له سوریې سره د ترکیې په سرحدي سیمو کې ځای پرځای شي.

د متحد ایالاتو د دفاع وزیر چې د کابل تر سفر وروسته ترکیې ته رسیدلی؛ نن یې په د انقرې په هوایي هډې کې په دې اړه وویل:

"موږ تازه اعلان وکړ. نن سهار مو اعلان کړه، چې دوه پټرویټ توغندی ویشتونکی دستګاوي او عسکر دلته په ترکیې کې ځای پرځای کړي دی.

په دې توګه به موږ له ترکیې سره مرسته وکړو او له دې ډول دفاعي توغندیو به دوې د اړتیا په وخت کې د سوریې له خوا ممکنو ګواښونوته د ځواب لپاره کار واخلي."


پنیټا وویل، موږ د سوریې له اپوزیسیون سره هم همکاري کوو.

راپورونه وايي، په ترکیه کې د پټرویټ راکټ ویشتونکو دستګاوو د نصب پریکړه د ترکیې د دفاعي سیسټم د پیاوړي کولو او د سوریې له خوا د راکټي حملو د ګواښ د مخنیوي لپاره وشوه.
XS
SM
MD
LG