د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۲۹

پنیتا له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستې پر دوام ټینګار وکړ


د افغانستان او امریکا د دفاع د وزیرانو خبرې اترې له افغان امنیتي ځواکونو سره د امریکا پر دوامداره مرستو متمرکزې وې.

ویل شوي، چې لیون پنیتا او بسم الله محمدي د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیزاتو او له هره پلوه د هغوي د وړتیاو پر لوړولو ټینګار کړی او د امریکا د دفاع وزیر په دې برخه کې د مرستو ژمنه کړې.

په افغانستان کې د میشتو امریکایی ځواکونو ویاند توماس کالینس د پنجشنبې په ورځ له دې لیدو کتو وروسته ازادي راډیو ته وویل، چې د ښاغلي پنیتا او جنرال محمدي د خبرومهم ټکي د افغان امنیتي ځواکونو د امکاناتو پر لوړولو متمرکزه وو:

"د دې خبرو اترو هدف له افغان امنیتي ځواکونو یعني ملي اردو او ملي پولیسو سره د امریکا د مرستو دوام او د هغوی د لوړتیاو لوړول وو.

لیون پنیتا نن په کندهار کې دی او هلته به له امریکایی ځواکونو سره وګوري او د کندهار له سیمه ایزو چارواکو سره به هم پر بیلا بیلو مسایلو خبرې وکړي".


له ډیرو هڅو سره سره د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي دې ته حاضر نشو چې د لیون پنیتا او بسم الله محمدي د لیدلو په اړه خبرې وکړي.

لیون پنیتا د چهارشنبې په ورځ له نږدې نه د افغانستان د امنیتي وضعې د څیړلو او له افغان چارواکو سره د خبرو آترو لپاره په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی.

ښاغلي پنیتا افغانستان ته له راتګ نه مخکې ویلي چې دی به په افغانستان کې د ناټو او د امریکایی ځواکونو له قومندانانو سره په دې هم خبرې وکړي چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته څه شمیر سرتیري باید په دې هیواد کې پاتې شي.

په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو ویاند وایی چې ښاغلی پنیتا به د پنجشنبې ورځې ناوخته له ولسمشرکرزي سره هم خبرې وکړي:

"هغه به نن ناو خته له ولسمشرکرزي سره هم وګوري او دوی به د افغانستان او امریکا د اړیکو په اړه پراخې خبرې وکړي".

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا په داسې وخت کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د خپل هیواد پر پوځي مرستو ټینګار کړی چې په دې هیواد کې به ډیر ژر د امنیتی مسوولیتونو د لیږد څلورم پړاو پیل شي.

لیون پنیتا افغانستان ته له را رسیدو مخکې په کویټ کې څرګنده کړې چې دوی غواړي له افغانستان نه خپل سرتیري وباسي او د ولسمشراوباما له پریکړې سره سم په دې هیواد کې یوولس کلنه جګړه پای ته ورسوي.

خو ټینګار یې کړی چې له افغانستان سره د شوي تړون له مخې به له دې هیواد سره خپلو مرستو ته په بیلا بیلو برخوکې دوام ورکړي.

ښاغلی پنیتا ویلي چې تر راتلونکو څو اونیو پورې به جمهور رییس اوباما دا اعلان کړي چې په افغانستان کې باید له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته څه شمیر امریکایی عسکر پاتی شي.
XS
SM
MD
LG