د هندوستان او نړۍ مشهور ستار غږوونکی استاد روي شنکر Ravi Shankar د 1920 کال د اپرېل په اوومه په واراناسي Varanasi ښار کې وزېږېد.
له لس کلنۍ وروسته یې د خپل ورور اودې شنکر Uday Shankar د نڅا په ډله کې یې د اروپا بېلابېلو هېوادونو ته په هنري سفرونو کې برخه واخیسته.
روي شنکر په 1938 میلادي کې د نڅا هنر پرېښود او له استاد بابه علاالدین خان Allauddin Khan څخه یې د ستار زده کړه پیل کړه.
په 1941 کال کې یې د نوموړي استاد له لور اناپورنا دیوي Aannapurna Devi سره واده وکړ چې وروسته بیا سره بېل شول.
استاد روي شنکر په 1944 کال کې خپلې زده کړې پای ته ورسولې او عملاً یې د موسیقۍ په خلاقیت لاس پورې کړ.
ده له 1949 څخه تر 1956 پورې په آل انډیا راډیو کې د موزیک ډایرکټر په توګه کار وکړ او له دې وروسته یې امریکا او اروپايي هېوادونو ته ګڼ هنري سفرونه وکړل.
نولس سوه شپېتمه لسیزه د استاد روي شنکر د نړیوال شهرت اوج و او دا هغه وخت و، چې د ده د هنر مینه والو د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د هند د کلاسیکې موسیقۍ د زده کړې لپاره د ده په مخکې ګونډه ووهله.
د نامتو ویلون غږوونکي یېهودي مېنوهین Yehudi Menuhin او د بیتلانو د ډلې د نامتو ګیتار غږوونکي او سندرغاړي جورج هرېسن George Harrison په ګډون د نړۍ مشهورو موزیسینانو له ده زده کړه وکړه او د موسیقۍ ګډې ټوټې یې ورسره وغږولې.
استاد روي شنکر د ستار د بېسارو ټوټو او د سندریزو کمپوزونو په وسیله په ټوله نړۍ کې د موسیقۍ له میلیونونو مینه والو سره مرسته وکړه چې د هند د کلاسیکې موسیقۍ له ښکلا خبر شي او عظمت یې کشف کړي، ښايي بې دلیله به هم نه و، چې په هند کې ده ته پنډت روي شنکر وايي.
استاد روي شنکر له 1986 تر 1992 کال پورې د هند د سنا غړی و او په 1999 کال کې د بهارت رتنا Baharat Ratnaپه نوم د هند د ډېر ستر ملکي مډال په ګټلو بریالی شو.
دې هنرمند ستار غږوونکي درې ځلې د ګرامي Grammyپه نوم معتبره نړیواله جایزه وګټله او تر 2000 کال پورې یې له خپلې لور انوشکا شنکر سره په ګڼ شمېر ګډو کنسرتونو کې برخه واخیسته.
روي شنکر چې په نړۍ کې د هندي موسیقۍ په سېمبول بدل شوی و، او په افغانستان کې یې هم بې شمېره میه وال درلودل، د سه شنبې په ورځ د ډسمبر په یوولسمه نېټه له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
د هند صدراعظم منموهن سنګ، د دې خبر له خپرېدو وروسته وویل چې استاد روي شنکر د هند یوه ملي شتمني وه.