د کابل ورځپاڼو د نن ورځې مهم سرلیکونه او تبصرې د انقرې ناستې او د افغانستان په اړه د پنټاګون رپورټ ته ځانګړې کړي.
خدمتګار:
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د انقرې د غونډې تمرکز، چې د ترکیي د ولسمشر په کوربتوب کیږي، د افغانستان د سولې پر بهیر او په کوم دریم هېواد کې طالبانو ته د دفتر په پرانیستلو څرخي.
ورځپاڼې لیکلي، که څه هم ترکیه د افغانستان د سولې لپاره مخلصانه هڅې کوي، خو د افغانستان سوله بیا ځینو ته هدف او ځینو نورو ته د نړېوالو فرصتونو د ښکار کولو لپاره په یوه لوبه بدله شوې.
ورځپاڼې دې حالت ته په اشارې لیکلي، چې افغان مشرانو په تیرو یولسو کلونو کې ونه کړای شول، چې د افغانستان په اړه په سیمه ایزو او نړیوالو غونډو کې محوریت رامنځ ته کړي، چې له کبله یی د امتیازونو دروازې ګاونډیو هېوادونو ته خلاصیږي.
د ورځپاڼې په وینا که څه هم افغان واکمنان په سولې پسې تر پردیو دروازو سرګردانه دي، خو د سیاسي صلاحیت د نشتوالي له کبله د کور دننه هغه امکانات له پامه غورځوي، چې لاس رسې ورته لري.
ورځپاڼې په نهایت کې دا سپارښتنه کړې، چې افغان واکمنان باید تر بل هر وخت په هیواد زړه وسوځوي او لومړیتوب دې ته ورکړي، چې د هیواد دننه سیاسي صلاحیت رامنځ ته او د ستونزو حل ته یوه داخلي نسخه وګوري.
محور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، ددې پر ځای، چې افغان حکومت له پاکستانه د سولې په برخه کې د مرستو تمه ولري، پکار ده، چې خپله له ېالبانو سره د مخامخ اړیکو لا لارې مذاکرات وکړي.
ورځپاڼې دا سپارښتنه هم کړې، چې افغان حکومت باید امریکا وهڅوي، چې د قطر بهیر بیا پیل کړي او د ټوکیو او پاریس د غونډو په څیر ناستو کې طالبان خبرو ته وهڅوي.
ورځپاڼې د سولې په بهیر کې د ترکیی او سعودي عربستان رول مهم بللې او لیکلي، چې ددوی له نفوذه باید کار واخستلای شي.
د افغانستان په اړه د پنټاګون رپورټ بله مهمه مسله ده، چې د کابل ځینو ورځپاڼو راخستې.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې ددې رپورټ په حواله لیکلي، چې پاکستان او هم په دوامداره په افغانستان کې له ترهګرو سره مرستې کوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې پدې رپورټ کې په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالي د افغانستان د اوږد مهال ثبات پر وړاندې لوی ګواښ دې.
ورځپاڼې ددې رپورټ موندنو ته په اشارې پدې مسلې بحث کړې، چې له پاکستان سره څه ډول چلند ته اړتیا ده.
ورځپاڼه لیکي، چې په اوسنیو حالاتو کې افغان حکومت باید په پاکستان د فشار او همکارۍ تګلاره په یو وخت پرمخ یوسي.