د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۹

"افغان حکومت دې پر اسد الله خالد شوی برید په جدي توګه وڅېړي"


افغان سناتورانو حکومت ته سپارښتنه وکړه، چې د ملي امنیت په رییس اسداله خالد شوې حمله په جدي توګه وڅیړي او د هغې عاملین معلوم کړي.

د هیواد مشرانو جرګې د یکشنبې په ورځ خپله عمومی غونډه تر ډیره په اسداله خالد شوې حملې ته ځانګړې کړې وه؛ چې په کې سناتورانو د دې حملې په احتمالي اړخونو بخثونه وکړل.

د مشرانو جرګی مرستیال محمد عالم ایزدیار د سناتورانو د خبرو د جمع بندی پر مهال وویل؛ چې که پر استاد رباني د تیر کال حمله په سمه توګه څیړل شوې وې؛ نو د ملي امنیت پر رییس به دا حمله نه وه شوې.

"که پر استاد رباني د حملې کورني او بهرني عاملین روښانه او محاکمه شوي وو؛ نو بې له شکه چې نن به په آسانۍ چا دا جرات نه و کړی؛ چې د ملي امنیت پر ریس حمله وکړي."

د ملي امنیت رییس اسداله خالد د تیرې پنجشنبې په ورځ د ده په میلمستون کې په یوه ځان وژونکې حمله کې، چې د سولې د پیغام راوړونکي په جامه کې د یو کس له خوا وشوه ټپي شو.

دا کټ مټ هغه څه وو، چې تیر کال یې په کابل کې د سولې د عالي شورا مشر استاد رباني وواژه.

افغان ولسمشر د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل؛ چې حمله کوونکی له پاکستان څخه راغلی و او دا حمله په پاکستان کې پلان شوې وه.

په داسې حال کې، چې افغان حکومت ټینګار کوي، چې دا ډول حملې به د سولې هڅې زیانمنې نه کړي؛ سناتوران بیا سپارښتنه کوي، چې د سولې خبرې باید له پیژندل شویو څیرو سره وشي.

د مشرانو جرګی د شکایتونو د کمیسیون مشر ډاکټر زلمي زابلي وویل؛ چې په افغانستان کې د سولې په اړه هر ډول خبرې باید په هیواد کې دننه وشي.

د هیواد په امنیتي ادارو کې د مخالفینو او بهرنیو کړیو د نفوذ مخنیوی بله مهمه سپارښتنه وه؛ چې سناتورانو په خپله غونډه کې افغان حکومت ته وړاندې کړه.

مشرانو جرګې غړو دا بحثونه په داسې حال کې کړي، چې همدا اوس د کورنیو چارو وزیر په مشرۍ یو جګپوړې دولتي پلاوی د دی حملې په اړه خپل تحقیقات پیل کړي.
XS
SM
MD
LG