د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي وويل افغان حکومت بايد د بشري حقونو منل شويو اصولو ته درناوى وکړي.
"ويګاداس اوشاڅکس" له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل؛ له بشري په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو سرغړونه لا هم يوه جدي مسئله ده او د عدلي او قضايي ارګانونو کمزوري د دې سبب شوې چې د بشري حقونو سرغړونې ته لار اواره شي:
”موږ تر هرڅه مخکې له افغان دولت څخه دا تمه لرو او هڅوو يې چې په نړيواله کچه د بشري حقونو منل شويو قوانينو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته درناوى وکړي.
دا په نړۍ کې د هر دولت په ځانګړي ډول د افغان دولت مکلفيت دى چې دغه اصول په پام کې وساتي. په هېواد کې د عدلي ارګان کمزوري د دې سبب شوې چې خلک په ځانګړي ډول ښځې پر دغه ارګان زيات باور ونه کړي.”
د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړيواله ورځ ده، چې د ملګرو ملتونو له خوا د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې لمانځل کېږي.
په افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د جګړې د ښکېلو غاړو په تاوتريخوالي کې ملکيانو ته هم مرګ ژوبله اوړي او تر ډېره ښځې اسيب پذيره دي.
په وروستيو کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوې دي. د بشري حقونو خپلواک کميسيون هم په دې اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ويګاداس اوشاڅکس وويل، په افغانستان کې د ښځو په وړاندې پرتو ستونزو اندېښمن کړى، ده د ښځو د وضعيت پر ښه کېدو ټينګار وکړ:
”موږ د هغو دوامدارو معلوماتو د ترلاسه کولو له کبله ډېر مضطرب او اندېښمن يو، چې ښځې له تعبيض، تښتونو، جنسي تېري او د قاچاق له ستونزو سره لاس و ګرېوان دي.
دا يوه کليدي ستونزه ده، چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون او د بخښنې نړيوال سازمان په ګډون نړيوالې او کورنۍ ادارې يې څارنه کوي. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې اوسنى يو هدف دا دى چې د مثبتو پرمختګونو ملاتړ او د ښځو د وضعيت ښه کېدو ته پراختيا ورکړي“
هڅه مو وکړه د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي د څرګندونو په اړه د افغان دولت نظر هم ولرو، خو په دې کار بريالي نه شوو.
د بشري حقونو خپلواک کميسيون دوې اوونۍ مخکې وويل چې د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى ٢٨ فيصده زيات شوى دى.
دغه کميسيون ويلي، د روان لمريز کال په لومړيو اوو مياشتو کې دوى سره د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ٤٠٠٠ قضيې ثبت شوې، حال دا چې تېر کال دغه پېښې ٣٠٠٠ وې.