د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

د مصر پوځ وايي د روان کړکېچ د حل لپاره د خبرواترو ملاتړ کوي


د مصر پوځ وايي د سياسي بحران د حل لپاره، چې ملت يې سره وېشلى “د ډيالوګ ملاتړ” کوي.

پوځ پرون په خپله خپره کړې اعلاميه کې خبردارى ورکړ؛ چې د ډيالوګ يا خبرو اترو نه کول به موږ له “ناوړه پايلو سره يوه تياره تونل ته بوځي”

وروسته تر هغه چې دوې اوونۍ مخکې د ولسمشر محمد مُرسي په وړاندې اعتراضونه پيل شول، د پوځ له خوا دا لومړى بيان دى.

مرسي د نومبر پر ٢٢مه خپل ځان ته د نورو صلاحيتونو په ورکولو سره اپوزيسيون په غوسه کړى او د اساسي قانون لپاره يې د ډسمبر پر ١٥مه د ټولپوښتنې اعلان کړى؛ د قانون دغه مسوده ډېر ژر د اسلامپالې اسمبلۍ له خوا تصويب شوه او داسې شکونه يې پيدا کړل چې ښايي له هغو کسانو سره کړې ژمنې عملي نه شي چې تېر کال يې ځواکمن مشر حسني مبارک له واک څخه ليرې کړ.

د مرسي مخالفان له ده څخه غواړي خپل هغه فرمان لغو کړي؛ چې ده ته په کې له قانوني چوکاټه دباندي زيات صلاحيتونه ورکړل شوي. دوى د ټولپوښتنې ځنډول هم غواړي.

د مرسي د اخوان المسلمين په ګډون نورو اسلامپالو ګوندونو هم پرون د اپوزيسيون هغه غوښتنه رد کړه، چې د ټولپوښتنې د رايې د ځنډولو لپاره يې کړې وه.

لږ تر لږه پنځه کسان د چهارشنبې په ورځ د ولسمشرۍ له ماڼۍ بهر د مرسي د مخالفانو او پلويانو ترمنځ په شخړو کې ووژل شول او دا د دې سبب شو، چې پوځ د دووکمپونود بېلولو لپاره ټانکونه وګماري.

د مصر د اخوان المسلمين ګوند مشر محمد بديع پرون په قاهره کې خبريالانو ته وويل، د چارواکو له خوا د اعتراضونو د سمبالولو له ډول څخه راضي نه دى:

“موږ د کورنيو چارو پر وزير ږغ کړى او ورته ويلي مو دي، د هغه څه په اړه چې پېښ شوي تفسير او توجېه غواړو، له څارنواليو غواړو نيول شوي تورن کسان خوشې کړي. څارنوالي وايي چې پنځه کسان لا هم په بند کې دي. موږ عدالت غواړو، د شرارت مخنيوى پر قدرت د ناستو کسانو مسووليت دى او پر قدرت اخوان المسلمين ناست دي“

د مصرې د پلازمېنې قاهرې په تحرير ميدان کې مظاهره چيانو له اغزنو سيمانو په استفادې د دولتي ادارو دخولي لارې بندې کړي. دوى د ولسمشر په وړاندې خپلو مظاهرو ته ادامه ورکړه.
XS
SM
MD
LG