د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۸

دوه سوه تنکي افغانان د امریکايي ځواکونو په توقیف کې دي


اسوشیېټډ پرس خبري اژانس وايي، لږترلږه دوه سوه تنکي افغانان د امریکايي ځواکونو په توقیف کې دي.

دوی له ۲۰۰۸ کال راهیسې په بند کې دي.

امریکا ملګرو ملتونو ته ویلي، چې دا هلکان د بګرام هوايي پوځي اډې ته څيرمه په جګړه کې نیول شوي دي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت هر وار د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ماشومانو کنوانسیون ته په څلور کلن رپوټ کې؛ دا کسان د دښمن د جنګیالیو په توګه معرفي کوي.

د امریکا د بهرنیوچارو دوزارت رپوټ وايي؛ چې دا هلکان یې ځکه په توقیف کې ساتلي، چې د جګړې ډګر ته د جنیګالیو د تګ مخنیوی وکړي.

د دې هلکانو یو شمیر د پروان په زندان کي دي، چې ډير ژر به یې د ساتنې مسولیت له امریکايي ځواکونو څخه افغان لوري ته وسپارل شي.

په دې اړه د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت رپوټ په روانه اونۍ کې خپور شوی.

رپوټ وايي، چې د دې کم عمره زندانیانو زیات شمیر خوشې شوي او یا هم د افغانستان حکومت ته سپارل شوي.

ویل کیږي، چې د زیاتو زندانیانو عمرونه د شپاړسو کلونو په شاوخوا کې دي.

خو د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت رپوټ وايي؛ چې د دې کسانو عمرونه تر نیول کیدو وروسته څرګند شول.

د اسوشیېټډ پرس اژانس په امریکا کې د مدني ازاډيو د اتحادې د بشري حقونو د څانګې د یوه مسوول په حواله وايي؛ چې د دې زندانیانو د عمر اوسط د شپاړسو کلونو په شاوخوا کې دی نو ښايي ډیر یې د امریکايي ځواکونو له خوا د نیول کیدو په وخت کې دیارلس کلن یا څوارلس کلن وو.

د نړیوال عدالت شبکه په نوم د ماشومانو د حقونو د ملاتړ د ادارې مشره تینا فوستر د بګرام په زندان کې د بندي، کم عمره او نویو ځوانو هلکانو استازیتوب کار کوي.

فوستر اسوشیېتدپرس ته ویلي، چې په بګرام کې داسې هلکان هم شته، چې تر یولس او دولس کلونو پورې عمر لري او زنداني دي.

دې ویلي: "زه پر دې شمیره، چې ۲۰۰ ښودل شوې ده، سوال لرم، ځکه د پروان په زندان کې زرهاوو تنه بندیان دي. هلته نور هلکان هم شته او کورنۍ یې وايي، چې د نیول کیدو په وخت تر اتلس کلن کم عمره وو.

د دې په وینا، امریکايي ځواکونو دې زندانیانو او د هغوي کورنیو ته اجازه نه ده ورکړې، چې د هغوی د عمر د اثبات هڅه وکړي.

په امریکا کې د مدني ازاديو په اداره کې د ماشومانو د حقونو د ملاتړ یوه مسوول اسوشیېټډ پرس ته ویلي، چې دوی حتی د دې کسانو د بند په موده انتقادلري .

دغه مسول ویلي: د دې کسانو د بند موده په غیر عادي ډول اوږده او د نه منلو وړ ده. که چیرې دا ماشومان د نړیوالوقوانینو پر اساس له منل شوي مصونیت ځخه بې برخې شي، نو د هغوي د روحي او فزیکي شکنجې سبب ګرځيدلای شي.

اسوشیتد پرس وايي، د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ورته ویلي، چې د دې مسلې په ارتباط به د دوي یو مسول مقام څرګندونې وکړي.

ټاکل شوې، چې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د جنورۍ په میاشت کې جنیوا ته یو هیات واستوي.

دا هیات به د ملګروملتونوپه سازمان کې د ماشومانو دحقونو ادارې ته د امریکا څلور کلن رپوټ وړاندې او توضیح کړي.

دوی به پدې ارتباط د ملګروملتونو د سازمان د دې ادارې پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړي.
XS
SM
MD
LG