د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۱

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو مسوولیت "لویډ اسټین" ته سپارل کیږي


سپینه ماڼۍ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د پروسې د څارنې مسوولیت یوه پوځي جنرال ته سپاري؛ چې له عراقه یې د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر څارنه کوله.

د امریکا د دفاع وزیر پرون وویل، چې ولسمشر بارک اوباما به جنرال (لوید اسټین) په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو سیمیزې قوماندانۍ ته ونوموي.

د ټاکل کیدو په صورت کې، افغانستان د جنرال اسټین د قوماندې په ساحه کې شاملیږي او دی به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بهیر څارونکی وي.

د دې ماموریت لپاره د جنرال (اسټن) ټاکل کیدل باید د امریکا د سنا د مجلس له خوا تایید شي.

امریکايي جنرال لوید اسټين اوسمهال د امریکا د پوځ د لوي درسیتیز مرستیال دی.

دی به اول افریقايي امریکايي جنرال وی، چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ لپاره ټاکل کیږي.

ده له عراقه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پروسې د څارنې مسوولیت هم در لود.

که چیرې جنرال اسټن د دې نوي مسولیت لپاره وټاکل شي؛ نو د جنرال جیمز ماټیس ځای به ونیسي.

د دفاع وزیرلیون پنیټا پرون په یوه اعلامیه کې وویل:

"جنرال اسټین په عراق کې د خپل وروستي ماموریت په ترځ کې؛ په ډیر حساس وخت کې، زموږ د پوځي فعالیتونو او تجهیزاتو څارنه کوله. ده په عین حال کې هڅه کوله، چې د امنیت په برخه کې زموږ هغه پرمختګونه، چې په ډیره سختۍ تر لاسه شوي وو، خوندي وساتل شي او عراقیان د خپل امنیت د تامین او حکومت کولو جوګه شي."

جنرال لوید اسټین درې وارې په عراق کې د امریکايي ځواکونو په لیکو کې خدمت کړی دی او یو وار یې په افغانستان کې هم د امریکا د ځواکونو د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده.

جنرال لویډ په داسې حال کې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د سمیه ییزې قوماندانۍ لپاره نومول کیږي، چې د ناټو په مشرۍ ایساف او امریکايي ځواکونه پلان لري، چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه د امنیتي چارو مسولیت افغان لوري ته سپاري.

خو د یوې بلې لسیزې لپاره په پوځي برخه کې له افغانستان د همکاریو پر دوام بحثونه روان دی.
XS
SM
MD
LG