د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۳

کلنټن: د سېمې هر هیواد د افغانستان په امنیت کې ونډه او مسولیت لري

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزېرې هیلري کلنټن د ناتو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډې کې وویل، دا ډېره مهمه ده چې ناتو متحدان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ، له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستو ژمنې پر ځاي کړي .

بهرنیو مرستندویانو او ملاتړو ژمنه کړې چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته به د افغانستان امینتي ځواکونو ته په کال کې د ۴ اعشاریه یو ملیاردو ډالرو مرستې ورکوي، خو دا اندیښنې هم شته چې په اروپایي هیوادو کې د اقتصادي بحران او د سپما د سختو مقرراتو له امله ممکن یو شمېر هیوادونه خپلې وعدې پر ځای نکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري په برسل کې د ناتو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډې کي د چهارشنبې په ورځ وویل، دا هم ضرور ده چې په افغانستان کې اقتصادي او سیاسي انتقال ته پام وکړو او ددي کار لپاره هیوادونو د ۱۶ میلیاردو ډالرو ژمنې کړیدي.
کلنټن زیاته کړه ، د سېمې هر هیواد د افغانستان په راتلونکې کې ونډه لري او ددي هیواد په امنیت کې د مرستې کولومسولیت هم لري.

د جرمنې د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویلې د افغانستان لپاره د اروپایي هیوادونو د ژمنو په عملې کولو ټینګار وکړ او ویي ویل:
“طبیعې خبره ده چې د جیبونو د تړلو یا ګنډلو په وخت کې دا آسانه کار ندی، خو دا د اروپایي هیوادونو د اتباعو په ګټه دی. له همدي امله ده، زه دا خبره یقینې کوم چې له افغانستان سره کړي وعدی دي عملې کړي”.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي په برسل کې خبریالانو ته وویل، افغان حکومت په لویدیځو هیوادونو کې د مالي فشارونو په مسلې پوره خبر دی. خو باور لرو چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغان امنیتي ځواکونو کې په کال کې د ۴ اعشاریه یو میلیارد ډالرو پانګونه نه یوازي د افغانستان د امنیت لپاره بلکه د سېمې او ټولې نړۍ د امنیت لپاره پانګونه ده.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG