د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۵

په ولسي جرګه کې د استیضاح پروسه سمه پر مخ نه ده وړلې شوې


د ازادي راډیو د دې اونۍ بحث چې نسیم شفق یې وړاندې کوي د ولسې جرګې له خوا د وزیرانو د استیضاح مسالې ته ځانګړی شوی.

د قانون له مخې د کابینې د وزیرانو استیضاح کول د ولسي جرګې له صلاحیتونو څخه دي، خو یو وزیر باید په ځانګړو مواردو کې استیضاح شي.

د ولسي جرګې ځینې غړي او یو شمېر څیړونکي وایي، چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي ځینې وزیران د سیاسي، مالي او داسې نورو اهدافو لپاره استیضاح کوي او په ډیرو مواردو کې د استیضاح پروسه هغه شان چې لازمه ده، پرمخ نه ده وړل شوې.

په تیرو وختونو کې ولسي جرګې ګڼ شمېر وزیران استیضاح کړي، ځینې یې له خپلو دندو لري کړي او ځینې یې یا په خپل ځای بیرته پاتې شوي او یاهم له یوه وزارت څخه لرې او بل وزارت ته یې له ولسې جرګې څخه یې د باور رایې ترلاسه کړي.

د استیضاح په مساله کې د ولسي جرګې یو شمېر وکیلان د ولسمشر کرزي، د هغه د مرستیالانو او د نورو چارواکو او با نفوذو اشخاصو د نفوذ خبره هم کوي.

د دوشنبې په ورځ د اوبو او انرژۍ د وزیر محمد اسماعیل د استیضاح په موضوع کې هم یو شمېر وکیلانو شکایتونه کول، چې ولسمشر او د هغه مرستیالان کوښښ کوي، چې د هغه د استیضاح مخه ونیسي، همدا مساله به په دې بحث کې له خپلو میلمنو سره وڅیړو.

د بحث میلمانه مو دي:

1- د ولسي جرګې غړی خالد پشتون
2- د سیاسي چارو څیړونکی انجنیرمطیع الله خروټی
3- د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه عبدالستار سعادت

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:57 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG