د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې چې ګواکې موږ به په افغانستان کې پوځي عملیات وکړو د افغانستان په خاوره ښکاره تیری ګڼي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک ویلي و، دغه عملیات د پاکستان د تحریک طالبانو په دوو پیاړویو غړیو د مولوي فضل الله او فقیرالله پسې کیږي.
پاکستان ادعا لري، چې یاد کسان د افغانستان په خیتځ کې پټ شوي او په پاکستان کې عملیات کوي.
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر دغه څرګندونې غیر مسوولانه بولي.
د پاکستان د کورنیو چاور د وزیر وروستۍ څرګندونې په هېواد کې له توندو غبرګونو سره مخامخ شوې.
یو شمېر افغان کارپوهان دغه ډول څرګندونې د افغانستان په ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تېری ګڼي او وايي، چې پاکستان په داسې بیانونو سره خپل اهداف تعقیبوي.
د پاکستان د نیوز ورځپاڼې د راپور پر اساس د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک، چې د خیبر پښتونخوا په چترال سیمه کې یې خلکو ته وینا کوله وویل، که چېرې له دې نه وروسته د افغانستان له خاورې په حملو کې کوم پاکستانۍ مړ شو په افغانستان کې به د تروریستانو په پټنځایونو باندې د پاکستان له خوا پټ عملیات ترسره شي.
ښاغلي ملک اشاره د پاکستان د تحریک طالبان دوو قوماندانو مولوي فضل الله او فقیرالله ته وه، چې د ده په وینا په افغانستان کې پټ دي.
په افغانستان کې د نظامي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، چې پاکستان اوس هم د افغانستان په اړه له دوه ګوني سیاست څخه لاس نه دی اخیستی، د دوي په وینا له تصور نه لرې نه ده، چې پاکستان د پټو عملیاتو په نامه په افغانستان کې د دولت وسلوالو مخالفینو ته وسلې ولېږدوي.
د پوځي چارو کارو پوه جنرال امرالله امان د پاکستان دغه اقدام چې له مخې یې په افغانستان کې پوځي عملیات کوي د ټولو نړېوالو قوانینو پرخلاف عمل بولي.
له بلې خوا د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو هم د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د څرګندونو په اړه غبرګونونه ښکاره کړي دي.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي خالد پښتون وايي، چې دواړه هېوادونه باید د خبرو له لارې خپلې ستونزې هوارې کړي.
افغان امنیتي ارګانونو لا له وړاندې په افغانستان کې د مولوي فضل الله او فقیرالله اوسېدل رد کړي، خو د افغانستان د امنیتي ارګانونو ویاندویانو د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر چې ویلي دي، په افغانستان کې به پټ عملیات وکړي له څه ویلو ډډه کړې.
پاکستان د سولې د عالي شورا د پلاوي له سفر وروسته افغان ویاندیانو ته سپارښتنه شوې، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ښو ساتلو لپاره نه باید هدفمندانه څرګندونې وکړي.