د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د لومړي ځل لپاره د محلي پولیسو له جوړښت سره مخالفت څرګند کړ.
جنرال مجتبې پتنګ چې د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته خبرې کولې وویل، د دوي د تمې خلاف محلي پولیسو په افغانستان کې نتیجه ورنه کړه.
د کورنیو چارو وزیر وایي، دوی دا مهال په یوه پلان کار پيل کړی چې له مخې یې د وخت په تیریدو محلي پولیس د ملي پولیسو له لیکو سره یوځای کیږي.
جنرال مجتبې پتنګ، چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته خبرې کولې وویل، محلي پولیس د هېواد په یو شمېر برخو کې ګټور نه دي تمام شوي.
مجتبې پتنګ د سناتورانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، چې په دې وروستیو کې پر محلي پولیسو د خلکو باور هم کم شوی دی:
"په مجموعي توګه زه د محلي پولیسو له پروګرام سره موافق نه یم، محلي پولیس په ځینو برخو کې ګټور او په ځینو برخو کې زیان رسونکي تمام شوي دي.
ما په یوې پروسې کار پیل کړی، چې له مخې به یې وروورو محلي پولیس له ملي پولیسو سره یوځای کړم.
دوی به په دې توګه ښونه او روزنه ترلاسه کړي او داسې پولیس به ترې جوړ شي چې قانون نافذ کړای شي."
د ۱۳۸۹هجری لمریز کال د چنګاښ په ۲۳ نیټه د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا د محلي پولیسو د جوړښت طرحه تایید شوه، چې د امریکا د دفاع وزارت یې هم ملاتړ وکړ.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دامهال د هیواد د ۳۱ ولایتونو په ۱۳۸ ولسوالیو کې د محلي پولیسو تشکیل موجود دی.
د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې یوشمیر سناتورانو د کورنیو چارو پروزیر انتقادونه وکړل چې د هیواد په کچه یې د امنیت په ټیګښت کې لازم رول نه دی لوبولی.
سناتورانو اندیښنه درلوده چې د هیواد په ځینو برخو کې امنیتي وضیعت مخ په خرابیدو دی خو امنیتي مسولینو هغه سیمې له پامه غورځولي دي.
د کورنیو چارو وزیر هم د هیواد په ځینو برخو کې امنیتي ستونزې تاییدوي خو وایي چې د پولیسو په یوه اوږدمهاله پلان یې کار پیل کړی چې له مخې به یې د پولیسو او امنیت په برخه کې موجوده ستونزې هوارې شي.
یوشمیر امنیتي کارپوهان هم د کورنیو چارو وزارت ددې اقدام ستاینه کوي چې محلي پولیس له ملي پولیسو سره یوځای کوي.
محمد عمر صافي ازادي راډیو ته وویل، چې د افغانستان کلیوالي جوړښت د تیرو درې لسیزو جنګ جګړو اغیزمن کړی او محلي پولیس خلکو ته د منلو وړ نه دي.
که څه هم د کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې د محلي پولیسو رول د امنیت په ټینګښت کې ګټور باله خو داسې ښکاري چې د خلکو له پرله پسې شکایتونو وروسته د محلي پولیسو په اړه د کورنیو چارو وزارت نظر بدل شو.
راپور :اسدالله لودین- کابل