د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

په کابل کې د دیني عالمانو ګډه غونډه څومره ګټوره تمامېدای شي؟


ټاکل شوې، چې په راتلونکې جنورۍ میاشت کې دافغانستان، پاکستان او یوشمیر نورو هیوادونوددینی عالمانو غوڼده په کابل کې جوړه شی.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې پدې غونډه کې به په افغانستان کې په موجوده ستونزو او د سولې په بهیر خبرې وشي.

په داسې حال کې چې په کابل او اسلام اباد کې د دواړو هیوادونو د دیني عالمانو د ګډې غوڼدې جوړېدو ته تیارۍ نیول کیږي؛ په افغانستان کې د دې غونډې د اغیزمنتوب په هکله ځینې پوښتنې مطرح کیږي.

د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي دا غونډه په هغه صورت کې ګټوره بولي؛ چې دیني عالمان له سیاسي نفوذه لرې پاتې شي.

"که چېرې دیني عالمان په رښتیاسره د اسلام د اصولو له مخې هڅې وکړي؛ داغونډه موثره ثابتیږي، ځیني عالمان د ځینو سیاسي او استخباراتي کړیو تر تاثیر لاندې دي، هیله ده چې په دې غونډه کې داسې ونه شي."

ټاکل شوې ده چې د افغانستان، پاکستان او یو شمېرنورو هیوادونو د دیني عالمانو ګډه غونډه د روان لمریزکال د دلوې په لومړیوکې په کابل کې جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د عالمانو د سراسري شورا د معلوماتو له مخې په غونډه کې به د افغانستان د سولې پر روان بهیر او د جنګ د ختمولو په لاروچارو خبرې وشي.

پر دې مسالو له دې مخکې هم څو ځلې د افغانستان او پاکستان د قومي مشرانو او ځینو عالمانو ترمنځ خبرې اترې شوي، خو مثبته نیتجه یې نه ده ورکړې.

افغان سیاسي کارپوه انجینیر محمد یونس فکور وایي؛ د افغانستان جګړه مذهبي اړخ نه، بلکه سیمه ییز او نړیوال اړخونه لري.

فکور وایي، د دې جګړې ختمولو ته د سیمې او نړۍ په کچه د تدابیرو نیول په کار دی:

"د افغانستان جګړه دیني جګړه نه ده، دلته هره ډله هڅه کوي، قدرت ته ورسیږي، همدارنګه ګاوڼدیان هم زیارباسي له مختلفو لارو په افغانستان ګټی ولري، دوی په ګډه د جنګ اور ته لمن وهي، په دې جګړه کې ډیرې خواوې ښکیلې دي او یوازې د عالمان کار نه دی، چې دا جګړه ختمه کړي."

خو د افغانستان د عالمانو سراسري شورا باوري ده؛ چې د دینې عالمانو هڅې کولی شي، په جګړه کې ځیني ښکیلې ډلې په شا کړي.

د دې شورا مرستیال عالمي بلخي وایي:

"په دې اړه د عالمانو ناستې او د دوی څرګندونې کیدای شي اغیزناکې ثابتې شي؛ د اوسني نظام په لړمړیو کې هم د پاکستان او هغو عالمانو چې له طالبانو سره په ارتباط کې وو، په افغانستان کې د روان وضیعیت او جګړې په اړه نظرونه درلودل او ویلي شو، چې بې اغیزې نه وو.

روانه جګړه د افغانستان او پاکستان په ګټه نه ده او نه هم دیني مشروعیت لري، نو د دې له امله دا خبرې مرسته کولی شي."


ځیني کارپوهان دا هم وایي، د افغانستان جګړې ته تریوه حده مذهبي بڼه ورکړای شوې او کله کله یو شمیر پاکستاني عالمان د افغان حکومت پرضد د جنګ د دوام فتوا ګانې ورکوي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG