د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

افغان حکومت د امریکا د سنا د پرېکړې هرکلی وکړ


د ولسمشر کرزي ویاند اېمل فیضي
د ولسمشر کرزي ویاند اېمل فیضي
د افغانستان د دولت د ریاست ویاند اېمل فیضي له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې د امریکا د سنا د دې پرېکړې چې غواړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر ګړندی شي؛ هرکلی وکړ.

فیضي وویل، افغان ځواکونه اوس د دې جوګه شوي؛ چې د امریکايي ځواکونو ځای ونیسي:

د سنا له دې پرېکړې سره په یوه ورځ د امریکا دفاع وزیر لیون پنېټا وویل؛ چې په ۲۰۱۴ کال کې د امریکايي ځواکونو د پوځي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته هم متحدایالات باید په افغانستان کې خپل ځواکونه وساتي؛ ځکه د ده په وینا القاعده لاهم په دې هېواد کې فعاله ده او هڅه کوي، چې خپل نفوذ پراخ کړي.

ښاغلي فیضي وویل، چې د سنا وروستۍ پرېکړه د تروریزم پرضد مبارزه کې د امریکا د پوځ د عملیاتو مخه نه شي نیولای:

د ولسمشر ویاند همداراز وویل، چې په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو د شمېر او دندو د جزییاتو په اړه وروستۍ موافقه به د افغانستان او امریکا په دوه اړخیز امنیتي تړون کې روښانه شي.

د ښاغلي فیضي په وینا، د دې تړون په اړه د دواړو خواو خبرې اترې اوس مهال روانې دي؛ خو ده ټینګار وکړ، چې د زندانونو او د افغانانو د نیولو په اړه بحثونه دا وخت تر نورو ټولو مسایلو مهم دي.

فیضي زیاته کړه، امریکايي اړخ ټول بندیان تراوسه افغان حکومت ته نه دي سپارلي؛ چې دا د دې سند په اړه په خبرواترو کې خنډ راولي:

د امریکا سنا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر چټکول د تېرې پنجشنبې په ورځ د رایو په اکثریت تصویب کړل.

تمه ده چې سپینه ماڼۍ به په دې اړه خپله وروستۍ پرېکړه په راروانو څو اونیو کې اعلان کړي.

په سنا کې د درې دېرش اقلیت په وړاندې دوه شپېته اکثریت په داسې حال کې چې ولسمشر بارک اوباما او پوځ په افغانستان کې د امریکا د اته شپېته زره کسیز ځواک د کمولو لپاره د خبرواترو په حال کې دي د روانې جګړې پرضد یو څرګند پیغام ګڼل کېږي.
XS
SM
MD
LG