پرون په نړۍ کې د ايچ اى وي ايډز د ناروغۍ په ضد نړېواله ورځ وه، په کوټه کې هم د يو اين ايچ سي ار د دفتر له خوا په دې اړه يو سېمينار شوى، چې وايي د افغان کډوالو په کمپونو کې يې هم د اېډز د مخنيوي لپاره مرکزونه پرانيستي دي.
په نړۍ کې د اېډز په ناروغۍ د اخته کس په بدن کې په ١٩٨١م کال په لومړي ځل د ايچ اى وي وايروس کشف شول او په پاکستان کې په ١٩٨٧م کال کې په لومړي ځل د اېډز ناروغ پيدا شو، تر هغه وروسته له تېرو پينځويشتو کلونو راهيسې دا ورځ په ټوله نړۍ کې د اېډز په ضد مبارزې په نامه لمانځل کېږي او د دې انسان وژونکې ناروغۍ د مخنيوي او د ځان ورڅخه ساتلو په اړه خلکو ته پوهاوى ورکول کېږي.
په کوټه کې د مهاجرينو لپاره د ملګرو ملتونو اداې يو اين ايچ سي ار له خوا د اېډز د ناروغۍ په ضد سېمينار کې ډاکټرانو پر دې خبره ټينګار کاوه چې د دې ناروغۍ د مخنيوي يواځينۍ اغېزمنه لاره ده چې خلک پوه شي.
د يو اين ايچ سي آر ويانده جويريه ترين وايي د اېډز د مخنيوي د پرلپسې هڅو له امله اوس په خلکو کې له دې ناروغۍ د ژغورنې په اړه پوهاوى زيات شوى دى:
"يو اين ايچ سي آر پر اېډز هم کار کوي او مهاجرينو ته مالومات ورکوي چې ځان له دې ناروغۍ و ژغوري، ځکه په کمپ کې دوى په هغو اسبابو نه پوهېږي چې دا ناروغي ترې پېښېږي او نه يواځې دا چې په کمپونو کې افغان کډوال په دې اړه کم مالومات لري، بلکې په ټول بلوچستان کې په دې اړه خلک لږ پوهېږي."
ډاکټرانو په سېمينار کې وويل، د کوم چا په بدن کې چې د ايچ اى وي وايروس کشف شي نو د دې لپاره شپږمياشتنيو معانياتو ته اړتيا وي، خو ډېر خلک د ناپوهۍ له امله په دې موده کې له اېډز اخيستونکېو اعماليو څخه پرهېز ونه کړي او د اېډز په ناروغۍ اخته شي.
د اېډز د ناروغۍ په ضد د ادارې له يوه مسوول ډاکټر محمدحنيف غلجي مي وپوښتل په دې سيمه کې څه ډول خلک د اېډز په ناروغۍ اخته دي:
"په دې کې درې اړخونه دي، يو هغه ښځينه چې ناوړه جنسي اړيکې ساتي، دويم د هيروينو نشه يان چې څلورو پينځو کسانو ته د نشې يوه ستن لګوي او درېيم نرښځيان دي په دغو کې د ايچ اى وي وايروس ډېر پيدا کېږي، ځکه دوي تر خپل منځ همجنسبازي کوي، خو له بده مرغه په پاکستان کې، خصوصاً په بلوچستان کې د پښتنو او بلوڅو په سيمو کې دوى د پېغور له امله ځانونه نه ښکاره کوي چې په دې ناروغۍ اخته شوي دي او نرښځيان د پيسو لپاره له نورو سره جنسي اړيکې ساتي."
ډاکټرانو وويل، اېډز که څه هم يوه ساري ناروغي ده، خو د اېډز له ناروغ سره په ناسته ولاړه، خوراک څښاک، د ګډې غسلخانې په کارولو، ټوخي او ترينجلو او له لاس ورکولو سره دا ناروغي په چا نه پورې کېږي، خو دا چې څنګه يوه بله ته ور پورې کېږي او مخنيوى يې څنګه کېداى شي، په اړه يې ډاکټره رشيده پانيزۍ وايي:
"يو خو د اولاد د ناروغۍ پر وخت چې ښځو ته غيرمعاينه شوې د ايچ اى وي وايروس وهلې وينه ور ولګېږي او بل له کورنۍ دباندې د نارينه وو ناوړه جنسي اړيکې هم خلک په اېډز اخته کوي، که خلک خپلو اسلامي احکام په پام کې ونيسي او خلکو ته لګېدونکې پېچکارۍ تر يو ځل لګېدو وروسته مات شي يا وسوځول شي نو مخنيوى به يې وشي."
د ايس ډي پي په نامه د اېډز په ضد د يوې پروژې کارکوونکى سجاد انور خان وايي که په بيړنۍ توګه د اېډز د مخنيوي لپاره کار ونه شي، نو دا ناروغي به په ډېرې چټکۍ سره په خلکو کې خپره شي، او بيا به نو لکه په افريقا کې په خلکو کې د مړينې شرحه زياته شي:
"د پاکستان د نفوسو په سلو کې ٦٥ ځوانان دي، له شپاړسو تر پينځويشت کلنۍ پورې ځوانان په اېډز اخته دي، په دوى کې باسواده او بېسواده يو برابر دي، که د دې ناروغۍ ژر مخنيوى ونه شو، نو دا به لوى بشري ناورين رامنځته کړي، د يوې سروې له مخې هره ورځ شپږ زره ځوانان په دې ناروغۍ اخته کېږي."
په سېمينار کې څو تنو هغو کسانو هم برخه اخيستې وه چې په بدن کې يې د ايچ اى وي وايروس کشف شوي او اوس د اېډز په ناروغۍ اخته دي. د کوټې اوسېدونکى فقيرمحمد هم يو له دغو تنو څخه دى چې وايي د اېډز په ناروغۍ اخته وو، خو د ناخبرتيا له امله يې مېرمنې ته هم دا ناروغي ور انتقال کړه:
"ډرېور وم، موټر مي چلاوه، پيسې هم راسره وې، ژوند مي ښه وو، تر واده وروسته په چرسو، تارياکو، هيروينو او اخير په ستنو (پېچکاريو) لګولو اخته شوم، يوه ستن به څلورو پينځو تنو لګوله، ناروغه يې کړم چې معاينات مي وکړل، د اېډز په ناروغۍ اخته وم، خو د ناخبرتيا له امله مي له خپلې مېرمنې سره د کوروالۍ له امله هغه هم په دې ناروغۍ اخته کړه."
د بلوچستان د روغتيا وزارت وايي په بلوچستان کې څلور سوه او يو تن د اېډز په ناروغۍ اخته دي، خو ډاکټر محمدحنيف غلجى وايي د بلوچستان په بلوڅي سيموخصوصاً په ګوادر، تربت او پنجګور کې په اېډز د اخته کسانو شمېر ډېر زيات دى چې وايي خلک يې په نورو هېوادونو کې مسافر دي او له هغو هېوادونو يې دغه ناروغي را انتقال کړې ده.
په بلوچستان کې د يو اين ايچ سي آر ايالتي مشر چالس لينچ هم برخه اخيستې وه. دۀ د اېډز په ضد د (صفر ته را کښته کولو) د نړيوال شعار په يادولو سره وويل د اېډز د مخنيوي لپاره په دې هيله هڅې کوي چې يو وخت د ايچ اى وي د وايروس د خپرېدو بشپړه مخه ونيول شي او څوک له دې ناروغۍ مړه نه شي:
"موږ له حکومت، مدني ټولنو او نورو اړوندو ادارو سره په ډېر دقت د مهاجرينو په کمپونو، په کليو او کوټه ښار کې د اېډز په ضد کار کوو. د مهاجرينو په کمپونو کې موږ د روغتيا د مرستندويو ډلو په مرسته کار کوو.
موږ خلکو ته د اېډز د ناروغۍ په اړه د سلا مشورو ورکولو او معاينې مرکزونه لرو، چې هلته ډاکټران خلکو ته په دقت سره پوهاوى ورکوي، موږ له هغو کسانو سره کوټې ته په راتګ او معايناتو کې مرسته هم کوو چې په بدن کې يې د ايچ اى وي وايروس کشف شوي وي، همدارنګه موږ دلته په کوټه کې د اېډز د ناروغۍ د مخنيوي مرکزونه لرو چې خلکو ته د پيچکارۍ د تبادلې په اړه پوهاوى او نورې مشورې ورکوي."
په پاکستان کې د ايډز د ناروغۍ په ضد د ادارې د رپوټ له مخې په پاکستان کې له ٩٥٠٠٠ تر يو لک پورې کسانو په بدن کې د ايچ اى وي وايروس کشف شوي او د اېډز په ناروغۍ اخته دي.
د اېډز په ضد د ناروغۍ ادارې وايي په خلکو کې له اېډز څخه د ژغورنې د کم پوهاوي له امله دا ناروغي په ډېرې چټکۍ سره په خلکو کې خپرېږي.
د اېډز په ضد د ملګرو ملتونو د ادارې د يوې د اندازې له مخې د اېډز ناروغۍ له ١٩٨١م کاله راهيسې تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې شاوخوا دېرش ميليونه انسانان وژلي دي.
بارکوال مياخېل- کوټه