د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۱

"د پکتيا پوهنتون طب پوهنځی دې له "WHO" سره راجسټر شي"


په پکتيا پوهنتون کې د خيبر پښتونخواطب پوهنځي محصلين غواړي پوهنځی يې له نړيوال روغتيايي سازمان (WHO)سره ژر تر ژره راجستر شي، که پوهنتون يې له يادې ادارې سره راجسټر شوی نه وي له دې پوهنتون څخه تر لاسه شوي سندونه يې ښايي هغومره په کار ورنه شي چې تمه ترې لري.

د خيبر پښتونخوا يو شمېر محصلين چې په پکتيا پوهنتون کې زده کړې کوي، د خپلو سندونو د حقوقي ارزښت او باور په اړه اندېښنه لري او غواړي د پکتيا پوهنتون طب پوهنځی بايد د روغتيا له نړيوال سازمان (WHO)سره ژر تر ژره راجسټر شي، څو وکولای شي خپلو سيمو ته تر ستنېدو وروسته د دغه پوهنتون د سند له مخې په ډاډه زړه کار وکړي .

دغه محصلين وايي که له پوهنتون څخه تر لاسه کېدونکی سند يې د نړيوال روغتيايي سازمان يا (WHO) سره راجسټر نه وي ښايي په خپلو سيمو کې ترې هغومره ګټه وانخلي چې تمه يې لري.

دوئ په دې نظر دي چې له پوهنتون څخه به سند ترلاسه کړي خو که پوهنتون يې له يادې ادارې سره راجسټر نه وي ښايي د تخصص اخيستو پر مهال ګڼو ستونزو سره مخ شي:

"زما نوم هارون جان دی د خيبر پښتونخوا پورې تعلق لرم، که زموږ سندونه د راجسټر شوي نه وي ډېر مشکلات به ولرو، اصلاً به زموږ سندونه د کار نه وي."

"زما نوم محمود خان اڅکزی دی زموږ ورور چې کومه خبره وکړه، زموږ سند ته په کار ده چې د ډبليو ايچ او سره مو پوهنتون راجسټر شي ، ځکه زموږ به په تخصص او کار وخت کې مشکلات حل وي."

د خيبر پښتونخوا دغه محصلين چې شمېر يې تر سلو رسيږي د پکتيا پوهنتون په بېلابېلو پوهنځيو کې چې ډېره برخه يې په طب پوهنځي کې دي په زده کړو بوخت دي.

ياد شمېر محصلين هغه مهال پکتيا پوهنتون ته راغله چې د خيبر پښتونخوا پېښور څخه د اريانا، نا رسمي پوهنتون درې پوهنځي (طب،انجنري او حقوق) د ولسمشر د فرمان او لوړو زده کړو وزارت د قانون له مخې د پکتيا پوهنتون سره مدغم او په دې ډول يې رسميات ترلاسه کړل .

په يادو محصلينو کې ځينې داسې هم شته چې په پښتو يا دري خبرې نه شي کوی خو د پوهنتون له چاپيريال او سيمې خلکو له چلند څخه خوښي څرګندوي وايي چې د دوئ ستونزو ته دې په جدي سترګه وکتل شي څو وکولی شي په خپلو سيمو کې له پوهنتون څخه ترلاسه شويو سندونو څخه ګټه واخلي،د ازاد کشمير مظفر اباد سيمې څخه راغلې محصله مبارا بشارت وايي :

"زه د پکتيا پوهنتون د طب پوهنځي د وروستي کال محصله يم،د پوهنتون ادراې او حکومت لوړپوړو چارواکو څخه هيله لرم چې د دې پوهنتون راجسټر مسله ژر تر ژره هواره کړي،ځکه که موږ پاکستان ته لاړ شو نو په يو معياري روغتون کې زموږ د کار کولو له پاره مو پر سندونو د نړيوال روغتيايي سازمان(WHO) ټاپه ډېر اهميت لري او له ډېرو ستونزو خلاصيږو))."

ځينې هغه محصلين چې د راجستر کېدو په دې پروسه کې د ادارې ملاتړي دي وايي ډېره برخه کارونه يې پر مخ تللي او د ادارې سره په همغږۍ به يې د روانې پروسې چارې ډېر ژر سر ته ورسيږي:

"زه بهير يم د طب پوهنځي د پينځم کال محصل ، موږ ټولو ريس استادانو او محصلينو ناسته لرله د راجسټرېشن دا پروسه مو په دريو برخو وويشله،لومړۍ دا چې امادګي وشي دويم ځينې ادارې کارونه دي او درېيم هم د دې پوهنتون له who سره د راجسټر رسمي خبرې چې تقريباً لومړۍ برخه کارونه تر يو بريده خلاص شوي دي."

ګڼ محصلين بيا په دې هم ټينګار کوي چې د يادې ستونزې هواري له پاره دې د ولايتي ادارې ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت په کچه کار وشي او دا پوهنتون دې په نړيوالو معيارونو برابر کړي، دا چې په دې برخه کې څه شوي د ياد پوهنتون ريس پوهندوی عبدالرحيم فراهي يې په اړه وايي هڅه يې کړې د محصلينو يادې ستونزې هوارې کړي.

فراهي دا هم وويل چې په تېر نږدې وخت کې يې د راجسټرېشن يادې پروسې لومړنۍ چارې بشپړې کړې او ډېر ژر به په دې بريالي شي چې د نړيوال روغتيايي سازمان (WHO) غړيتوب ترلاسه او د خيبر پښتونخوا ګڼ محصلين يې په مخکې له پرتو ستونزو خلاص شي.

راپور-داود (تپان) – پکتيا
XS
SM
MD
LG