د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۴

د ننګرهار پر هوايي ډګر په ننني برید کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي


نن سهار شاوخوا پینځه نیمې بجې وسله والو طالبانو د ننګرهار پر هوايي ډګر برید کړی، چې په پایله کې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډیو ته ویلي، چې په دې پېښه کې ۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څوارلس امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او پینځه تنه عام وګړي مړه او ټپیان شوي دي:

"په دې پېښه کې ۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه امنيتي سرتیري وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي، همدارنګه د وسله والو طالبانو په بریدونو کې دوه تنه عام خلک وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي."

د ننګرهار ولایت د مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دغه وژل شوي ۹ واړه ځان وژونکي بریدګر و، چې دوو يي د موټر په وسیله ځان وژونکي بریدونه کړي او دریو وروسته ځانونه الوزولي دي او څلور تنه نور د امنيتي ځواکونو په په ډزو کې وژل شوي دي.

په ختیځه سیمه کې د ایساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې په دغو بریدونو کې ایساف ځواکونو ته کوم ځاني زیان نه دی رسیدلی.

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډيو سره په یوې ټیلیفوني اړیکه کې ویلي، چې دوي پر هوايي ډګر پراخه بریدونه تر سره کړي، چې په پایله کې ګڼو کورنیو او بهرنیو سرتیرو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده.

له بلې خوا یاد هوايي ډګر سره نږدې کورنۍ په انديښنې کې وې او په خبره يي پر دغه هوايي ډګر کله ناکله بریدونو د دوي ژوند تریښ کړی دی:

"زما نوم غفور دی، زموږ کورونه د میدان سره نږدې دي او دغه سهار هم یو درز وشو، چې موږ يي له خوبه راوویستلو واړه ماشومان هم په ژړا و، دا یو ځل نه دی له دې وړاندې هم کله ناکله دا ډول بریدونه کیږي موږ يي په تشویش کې کړي یو."

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم پر یاد هوايي ډګر دې ته ورته ځان وژونکي او وسله وال بریدونه شوي وو، چې ګڼه مرګ ژوبله يي اړولې وه.

پخواني معلومات:

د ننګرهار پر هوايي ډګر ځان وژونکو بریدونو او وسله واله نښته کې دواړه غاړې یو او بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې کوي.

دغه بریدونه او وسله واله نښته نن سهار شاوخوا پنیځه نیمې بجې پیل شوه، چې تر یوه نیم ساعت پورې دوام وکړ.

په ختیځ کې د ایساف ځواکونو ویاند حسیب الله ازادۍ راډيو ته وویل، چې شوي ځان وژونکي بریدونه د میدان هوايي نه بهر شوي او داخل ایساف ځواکونو ته په کې زیان نه دی رسیدلی.

نوموړی وايي، په دغو بریدونو کې یوازې یو تن افغان امنيتي محافظ، چې په دروازه کې وو وژل شوی دی.

د حسیب الله په خبره، وروسته د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په وسله واله نښه کې شاوخوا پنیځه ویشت تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

خو بل لور د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډيو سره په یوې تیلیفوني اړیکه کې د یادو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی او په خبره يي دوي لومړی ځان وژونکی برید د یوه لوی موټر په وسیله، چې د چاودیدونکو توکو نه بار و، شوی او وروسته نور درانه بریدونه او نښته يي ترسره کړې.

نوموړی ادعا کوي، چې په دغو بریدونو او نښتو کې ګڼو افغان او بهرنیو ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله ور اړولې ده.

بل خوا د ننګرهار امنيې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال پېښه تايیدوي خو د مرګ ژوبلې په اړه يي څه نه دي ویلي.

په سیمه کې یوه تن امنیتي مسول، چې د نوم له ښودلو يي ډډه کوله وویل، چې په دغو نښتو کې دوه تنه عام خلک وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

پخواني معلومات:

د ننګرهار پر هوايي ډګر درنه جګړه روانه ده، نن سهار شاوخوا له څلورنیمو بجو نیولی تر اوسه هم خال خال ډزې کیږي، د هوایی ډګر پر شاوخوا سیمو الوتکې ګرځي او د درنو ډزو غږونه اوریدل کیږي.

امنيتي او ولایتي چارواکو سره په دې نه یو توانیدلي اړیکه ونیسو او د هغوي رسمي نظر تر لاسه کړو.

د تلفاتو په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.
XS
SM
MD
LG