امریکايي دیپلوماتان هیله من دي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي همکاریو د تړون د لاسلیک کیدو په مخ کې پرتې ستونزې به هوارې شي.
د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د مدیریت مرستیال مصطفی پوپل وايي، د دې تړون په اړه لومړی دور مذکرات مثبت و.
نوموړي په کابل کې له ازادۍ راډیو سره په ځآنګړې مرکې کې وویل، دویم دور مذاکرات به هم په نږدو ورځو کې پیل شي:
"موږ یو دوه اونۍ مخکې د مذاکراتو لومړی دور بشپړ کړ، یو مثبت او نیک دور و او موږ لیواله یو چې دارنګه مثبتې خبرې دوام وکړي، د مذاکراتو په لومړي دور کې عمومي مسایل مطرح شول.
تر اوسه معلومه نه ده چې دویم دور مذاکرات به کله پرانستل شي خو فکر کوم چې په نږدې راتلونکو ورځو کې به پیل شي."
افغاني الاصله پوپل د تیرو لسو کلونو راهیسې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د یوه امریکايي دیپلومات په توګه کار کوي.
نوموړي وویل دویم دور مذکرات به هم په کابل کې وشي خو په دې اړه یې بې خبري وښودله چې په دې دور خبرو کې به په کومو مسایلو خبرې وشي.
ددې تړون پر سر خبرې په داسې حال کې کیږي چې د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ د بګرام زندان د مسئولیتونو په بشپړه توګه د سپارلو پر سر اختلافات لا هم دوام لري.
په همدې مسئلې جمهور رئیس حامد کرزي د تیرې پنجشنبې په ورځ خپل امریکايي سیال بارک اوباما ته یو لیک هم استولی دی.
د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي ازادي راډیو ته وویل، په دې لیک کې ټینګار شوی چې امریکایان باید د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او د بګرام زندان په بشپړه توګه افغان حکومت ته وسپاري.
ځینو رسنیو د نوموړي له قوله همداراز لیکلي چې جمهور رئیس حامد کرزي په دې لیک کې خبرداری ورکړې چې که دا کار ونه شي، نو له امریکا سره په امنیتي تړون خبرې ناممکنې دي.
ددې لیک په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي پوپل وویل، د بګرام زندان نه نوي فیصده زندانیان افغان حکومت ته سپارل شوي دي او تمه ده چې د خبرو له لارې موجود اختلافات هم هوار شي.
نوموړي وویل د کابل او واشنګټن اړیکې ډیرې ښې دي او هره ستونزه به هواره شي:
"موږ هره ستونزه جدي نیسي، د افغانستان له حکومت سره زموږ اړیکې ډیرې ښې دي او موږ د متحدینو په توګه نږدې همکاري لرو.
خپله جمهور رئیس اوباما او جمهور رئیس کرزی هم په خپلو کې نږدې او ښې اړیکې لري.
د دوی ترمنځ همدا ښې اړیکې موږ ته ددې فرصت را کوي چې هره ستونزه په ښه توګه او د نږدې همغږۍ او همکارۍ له لارې حل کړو."
د افغانستان امریکا ترمنځ په امنیتي تړون خبرې په واشنګټن کې د افغان سفیر اکلیل حکیمي او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د مرستیال جیمزوارلیک له خوا پرمخ ځي.
له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور ددې تړون اساسي برخه ده.
امریکايي چارواکو ویلي په راتلونکو څو اونیو کې به په افغانستان کې له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته هم د پاتې کیدوونکو عسکرو شمیر اعلان شي، خو ځینو نړیوالو رسنیو ویلي، ممکن شاوخوا لس زره امریکايي عسکر پاتې شي.