یو شمېر امریکایي دیپلوماتان د سولې په خبرو اترو کې د پاکستان رول مهم بولي او د دې هېواد په رښتینې همکارۍ ټینګار کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د څانګې مرستیال مصطفي پوپل د شنبې په ورځ ازادۍ راډيو سره په مرکه کې د سولې په برخه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي پرمختګونه وستایل.
خو هغه وویل، چې باید افغانستان او پاکستان په دې برخه کې خپلو خبرو اترو ته دوام ورکړي:
"موږ هیله مند یو چې دوي به مثبت رول ولوبوي، دا مهال موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو پایلو ته په کتو سره وایو چې ډيرې ښې خبری یې درلودې.
پاکستان په افغانستان کې د سولې د راوستو په برخه کې یو ډیر مهم او ګټور رول لري، ځکه چې د افغانستان یو نږدې ګاونډې دی.
ځینې ستونزې شته خو هیله مند یو چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه د مستقیمو او ښو اړیکو له لارې وکولی شي د سولې پروسه پیاوړې کړي."
امریکايي چارواکي دا څرګندونې پداسې حال کوي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د خپلې پاکستاني سیالې په بلنه اسلام اباد ته سفر وکړ.
د دې سفر په پای کې د دواړو هیوادونو لخوا یو پریکړه لیک هم صادر شو.
پدې پریکړه لیک کې پاکستان ژمنه کړې چې یو شمیر نور زندانیان به هم د دې هیواد له زندانونو آزاد کړي.
شاوخوا یوه میاشت مخکې د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوی هم چې مشري یې د دې شورا مشر صلاح الدین رباني کوله پاکستان ته ولاړ چې د ده په سفر کې هم پاکستان نهه تنه طالب زندانیان د دې هیواد له زندانونو خوشې کړل.
خو د ولسي جرګې یو شمیر غړي بیا وایي چې له پاکستان سره به دا خبرې اترې ګټورې نه وي.
د دې جرګې یو غړی محمد نعیم حمیدزی لالی وایي:
"د سولې پروسه تر اوسه پورې کومه نتیجه نه ده ورکړې، دا اوس هم یواځې له یوې ډلې سره او د یوې ډلې په ګټه سوله روانه ده.
پرون زلمي رسول او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې پدې هکله خبرې وکړې، څلور غوښتنې د افغانستان حکومت درلودې او درې غوښتنې د پاکستان درلودې چې په دوه وو غوښتنو کې یې یوه د افغانستان په نوي راتلونکې حکومت کې پاکستان ته ونډه ورکول دي."
سره له دې چې پاکستان تل د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې د ښې او صادقانه همکارۍ ژمنې کړي، خو داسې انتقادونه هم شته چې پاکستاني چارواکي پدې برخه کې دوه ګونۍ سیاست لوبوي.
یو شمیر کتونکي وایي څو چې نړیواله ټولنه په خاصه توګه امریکا پاکستان ونه هڅوي څو په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ وکړي، دا هڅې به ګټه ونه کړي.
راپور: جمیله ظریف