د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

نړۍ د ایډز په وړاندې په مبارزه کې، پر نویو لارو غور کوي


د ایډز د خپریدو د مخنیوي د نړېوالې ډلې مشر وارن میچل وايي، چې نړۍ د ایډز په وړاندې په مبارزه کې، پر نویو لارو غور کوي.

د ښاغلي میچل په وینا، دوه کاله مخکې د دې تصور هم نه شو کیدلای.

د ازادي راډیو خبریالې ډیزي سندلر د وارن میچل سره په مرکه کې د ایډز د مخنیوي پر وروستیو هڅو مرکه کړې ده.

پوښتنه:

ستاسې اداره وايي، چې د ایډز په وړاندې مبارزه اوج ته رسیدلې، په دې برخه کې مهم پرمختګونه څه دي؟

ځواب:

دا چې موږ اوس په څرګند ډول د ایډز په اړه خبرې کوو، تر ټولو مهم پرمختګ دی.

د ننګ او تبعیض په څير ستونزې شته، خو یوه لسیزه مخکې ان په ورځپاڼو کې په دې اړه خبرې نه کیدې.

اوس په دې اړه رپوټونه خپریږي، مرکې او ښه بحثونه خپریږي.

دا چې اوس د دې اپیدمي په اړه په زغرده بحث کولای شو، ښه خبره ده.

پوښتنه:

تیرکال [د ۲۰۱۱ کال په فبروري کې] د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن د ایډز څخه د پاکې نړۍ خبر وکړه، دا امکان لري؟ د هغې مطلب څه وو؟

ځواب:

له ایډز څخه د پاکې نړۍ نظریه تر ډيره حده د مور په رحم کې ماشوم ته د ایډز د خپریدو د مخنیوي پر هڅو څرخیږي.

اوس په امریکا کې په ندرت یو ماشوم د مور په نس کې په ایډز اخته کیدلای شي.

په امریکا کې د حامله میندو د درملنې د هڅو په پایله کې د ایډز د خپریدو په مخنیوي کې دومره پرمختګ شوی، چې د باور وړ نه دی.

اوس باید ډاډ تر لاسه شي، چې دا تګ لاره په ټوله نړۍ کې عملي شي.

زموږ هدف دا دی، چې تر ۲۰۱۵ کاله د مور په نس کې د هغې ماشوم ته د ایډز د لیږدیدو خطر په یو مخیز ډول له منځه ولاړ شي. دا به د ایډز څخه پاک نسل رامنځ ته کړي.


پوښتنه:

د دې ویروس د مخنیوي لپاره د واکسین د جوړیدو څومره هیله شته؟

ځواب:

درې کاله مخکې [په ۲۰۰۹ کال کې] داسې شواهد ترلاسه شول، چې د واکسین په مرسته کولای شو، چې په ايډز د اخته کیدو خطر دیرش فیصده راکم کړو، چې ډیره لږ ده.

موږ د دومره کمې اندازې پر بنا د ایډز د واکسین رواجولو ته اجازه نه شو ورکولای، خو دا هغه لومړني شواهد وو، چې څرګنده یې کړه، چې واکسین په ریښتني ډول د ایډز په وقایه کې مرسته کولای شي.

اوس د دې د اغیز د زیاتولو هڅې پيل شوي دي.


پوښتنه:

ایا د واکسین پرته د ایډز د له منځه وړلو امکان شته؟


ځواب:

له تاریخې اړخه که ورته وګورو، یوازې واکسین کولای شي، چې د ساري ناروغیو مخنیوی وکړي.

د ساري ناروغیو ختمول اوږده لار ده ځکه موږ اونورلږترلږه د (پاي لپاره د پيل ) په اړه خبرې کوو.

د دې بحران پایته رسول د اوج ټکي ته د رسیدو فکر راکوي.
XS
SM
MD
LG