د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

نادر فرهاد: پر ٤٠زره کورنيو مو د ژمنیو مرستو وېش پيل کړى


د UNHCR د ادارې وياند نادر فرهاد
د UNHCR د ادارې وياند نادر فرهاد
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره وايي په ليرې پرتو سيمو کې يې پر ٤٠زره کورنيو باندې د ژمنيو مرستو وېش پيل کړى دى.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنري يا UNHCR وايي، دغه ژمنۍ مرستې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د بېړنيو پېښو په وړاندې د مبارزې ملي ادارې په همکارۍ وېشل کېږي.

په وروستيو کې له ايران يا هم پاکستان څخه افغانستان ته راستنې شوې، د جګړو له کبله بېځايه شوې او اړې کورنۍ به دغه مرستې چې په هغو کې کمپلې، پلاستيکي خېمې، د سون مواد، کالي او نور مواد شامل وي، ترلاسه کړي.

د UNHCR د ادارې وياند نادر فرهاد له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، د مرستو دغه وېش تېره اوونۍ پيل شوى او په راتلونکو دوو- يا درېيو ورځو کې به په کابل کې هم پيل شي:

”د UNHCR له طرف نه سږکال څلوېښت زره کورنۍ له دغو ژمنيو مرستو مستفيد کېږي، چې شمېر يې ٢٠٠ او ٢٠زره افغانانو ته رسېږي. د مرستو اکثره ترلاسه کوونکي هغه افغانان دي چې بېوزلي دي، له ايران او پاکستان څخه راستانه شوي وي”

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنيري وايي د ژمي پر مهال هغه کورنۍ چې په ليرې پرتو سيمو کې دي او معلولين، سپين ږيري، ښځې يا ماشومان يې سرپرستي کوي، له سختو ستونزو سره مخ کېږي، ځکه خو دوى خپلې ژمنۍ مرستې وختي پيلوي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان په ځانګړي ډول جنوبي، ورپسې لوېديځو او شرقي سيمو کې د جګړو له کبله څلورلکه او شپېته زره کسان بېځايه شوي دي.

خو د افغانستان په ليرې پرتو سيمو کې مېشتې اړې او بېځايه شوې کورنۍ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې په وار- وار د دغو مرستو له نه رسېدو شکايت کړى دى.

د ملګرو ملتونو عالي کميشنري وايي، دوى د ارزونې ډلې، سروې ګانې او نور معلومات لري چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په مرسته دا تشخيصوي چې کومې کورنۍ د مرستو مستحقې او کومې نه دي.
XS
SM
MD
LG