د ملګرو ملتونو عمومي منشي بنکي مون او نړيوال منځګړي اخضر ابراهيمي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د سوريې د ولسمشر بشارالاسد په وړاندې د روان پاڅون په اړه خبرې وکړې.
[په سوريه کې] په روانه شخړه کې ٤٠زره کسان وژل شوي چې اکثريت يې ملکيان دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي وويل د بېرحمانه وژنو له کبله وحشت ځپلى او خواشينى شوى دى.
بنکي مون وويل د راروان ميلادي کال په لومړيو کې به د کډوالو اوسنى شمېر له ٤لکه او ٨٠زرو څخه اوو لکو ته زيات شي.
په همدې حال کې ابراهيمي عمومي اسمبلۍ ته وويل، چې [د سوريې] شخړه په وروستيو کې پراخه او شديده شوې ده:
”په سوريه کې پوځي مقابله له کمېدو پرته روانه ده. په حقيقت کې جګړه په جغرافيايي لحاظ تقريباً د سوريې ټولو برخو ته پراخه او ډېره شديده شوې ده. راپورونه وايي، په تېرو څو اوونيو کې حکومت ضد ځواکونو ځينې سيمې نيولې دي“
ابراهيمي دا هم وويل چې سوريه د يوه ناکام هېواد له خطر سره مخامخ ده، ده د ملګرو ملتونو پر امنيت شورا ږغ وکړ، د يوه پراخ سوله ساتي ماموريت لپاره يو پرېکړه ليک تصويب کړي:
”د هر ډول تاوتريخوالي د درېدو لپاره، د سولې په هر ډول پروسه کې بايد خامخا يوه لازم اجرا موافقه هم شامله وي.
لکه مخکې چې ما ويلي، د ښکېلو ډلو ترمنځ باور نه شته، د جګړې د درولو لپاره بايد يو قوي، ښه پلان شوى څارونکى سيسټم برابر شي. داسې څارنه دې د يوه پراخ او غښتلي سوله ساتي ځواک له خوا تنظيم شي. طبيعي ده چې دا د امنيت شورا له پرېکړه ليک پرته نه عملي کېږي“
په همدې حال کې دولتي جنګي الوتکو پرون د دمشق د هوايي ډګر لارې ته نژدې د ياغيانو اهداف بمباري کړي دي.
د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز يې په لندن کې دى وايي، له پلازمېنې څخه د دمشق تر هوايي ډګره پورې غزېدلى سړک تر يو ورځنۍ جګړې يوه ورځ وروسته پرانيستل شو، د هغې جګړې پر مهال پر يو بس موټر چې د هوايي ډګر کارکوونکي په کې وو، يو توغندى ولګېد او دوه کسان يې ووژل.
ملګري ملتونه وايي د دوى څلور کارکوونکي د پنج شنبې په پېښه کې ټپيان شوي دي.
ځينو امنيتي چارواکو چې نومونه يې نه دي اخيستل شوي، ويلي، د لبنان پولې ته څېرمه په تلکلخ ښارګوټي کې ١٢ تنه ځوان رضاکاران چې د لبنان د طرابلس ښار اوسېدونکي وو، پرون وژل شوي دي.
وروستي تاوتريخوالي تر يوه حده د نړيوالو الوتنو مخه نيولې ده.