د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۷

"د کابل بانک مسله د نړۍ په وړاندې د افغانستان د حکومت ناکامي څرګندوي"


یو شمېر لویدیځو ورځپاڼو په کابل بانک کې د پیسو د تالان په باب د افغانستان د اداري فساد پر ضد د مبارزې د خپلواکې ګډې کمېټې د راپور په اړه مطالب خپاره کړي دي.

نیویارک ټایمز او وال ستریت ژورنال د دې څیړنې ځیني ټکې راخیستې او لیکي، سیاسي دخالتونه د دې لامل کیږي چې د کابل بانک د بحران په اړه تحقیقات شفاف او څرګند نه وي.

د ورځپانې په وینا عدلي مقاماتو او د اداري فساد په اړه د څارنې مستقلې کمیتې په دې تحقیقاتو کې د حکومتي مقاماتو د مداخلې په اړه خبرې کړي، خو هیڅوک نه وايي، چې کوم مقام په خپل دخالت سره د کابل بانک د مسلې په تحقیق کې د کار مخه نیولې ده.

بله خوا نیویارک ټایمز او وال ستریت ژونال ورځپاڼې لیکلي په داسې حال کې چې ټول په دې پوهیږي، چې په دې کې د پیژندل شویو کسانو نومونه دې له هغې ډلې د ولسمشر کرزي د ورور محمود کرزي د ولسمشر د لومړی مرستیال قسیم فهیم ورور حصین فهیم، چې دوي په دې بحران کې پرله پسې یادیږي، خو تر اوسه په رسمي توګه د دوې پر ضد کوم رسمي تور نه دی لګیدلی.

وال ستریت ژورنال د ګلوبل ویت نیس د موسسې د سیاسي مشاور ستیفني اوست فیلد له قوله لیکي د کابل بانک مسله د نړۍ په وړاندې د افغانستان د حکومت ناکامي څرګندوي.

د هغه په وینا ترکلونو به د افغانستان خلک د اداري فساد دا تاوان د ټولنیزو امنیت او بنسټیزو خدمتونو په بیه ورکوي، چې دوي ورته ډیره زیاته اړتیا لري.

د بریتاینا چاپ ورځپاڼه ډیلي ټلیګراف په حواله وړو خلکو د کابل بانک د لویو مقاماتو په دستور د پورونو د ورکولو په اړه بې اساسه او ناقانونه اسناد جوړ کړل او د هغې له مخې یې د دې بانک سلګونه میلیونه ډالره تالان کړل او په ناقانونه توګه یې له افغانستانه پسې وویستې.

ډیلي ټلیګراف لیکلي، لږ تر لږه لسو پیلوټانو له دې بانک څخه پیسې اخیستي څو ډیره اندازه پیسې دوبی ته انتقال کړي.

بریتانوي ډیلي ټليګراف ورځپاڼه زیاتوي، چې په کابل بانک کې تالان افغانستان ته په مرسته کونکو کې یو ډول ویره خپره کړه او دا اندیښه یې رامنځ ته کړه، چې یا د حامد کرزي حکومت نشي کولای، چې فساد له منځه یوسي او یا دا چې نه غواړي دا کار تر سره کړي.

ورځپاڼه په کابل کې د بریتانیا د سفیر له قوله لیکلي، چې د کابل بانک مسله هغو کسانو ته چې په افغانستان کې له اسنادو سره نیول کیږي لکه یوه ازموینه ده.

د بریتانیا د سفیر په وینا که چیرته د نورو په وړانډې تورونه پریږدو لږ تر لږه دوه اساسي کسان چې په دې پیښه کې مسوول دی، شیرشاه فرنود او خلیل اله فیروزي چې د دوي جرم هم څرګند دی باید د خپلو اعمالو په سزا ورسیږي. که داسې نه وي نو هغه هیله به چې افغانستان حکومت به نور مسوول کسان عدالت ته راکاږي بې ځایه وي.
XS
SM
MD
LG